لویدیځه اسیا

ټرمپ له ایران سره پر دوه اونیز اوربند هوکړه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ له ایران سره پر دوه اونیز اوربند هوکړه وکړه، دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې د ایران لپاره د ټرمپ له لوري د ټاکل شوي مهلت پای ته یوازې دوه ساعته وخت پاتې و.

ټرمپ وړاندې ګواښ کړی و چې که تهران د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو پر دغه هېواد او د هغوی پر ټولو ملکي بنسټونو به ویجاړونکي بریدونه پیل کړي.

دا اعلان یو ناڅاپي بدلون و، ځکه ټرمپ څو ساعته وړاندې په یو بې ساري ګواښ کې ویلي وو چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو نن شپه به یو بشپړ تمدن له منځه لاړ شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې په دې اوربند کې یې د منځګړیتوب رول لوبولی، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د جمعې په ورځ یې د امریکا او ایران پلاوي اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره بللي دي.

ټرمپ ویلي چې دا وروستۍ شېبې هوکړه وروسته له هغه وشوه چې ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد پر وړاندې د بندیزونو پر درولو او کښتیو ته د خوندي تېرېدو پر اجازې هوکړه وکړه.

ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» لیکلي چې دا به یو دوه اړخیز اوربند وي او په وینا یې دوی لا وړاندې خپلو نظامي اهدافو ته رسېدلي او اوس په منځني ختیځ کې د یوې دایمي سولې لپاره لاره هواره شوې ده.

بلخوا د ایران د ملي امنیت عالي شورا دا هوکړه د امریکا پر وړاندې خپله بریا بللې، خو سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې دا د ټرمپ د فشارونو او نظامي قدرت نتیجه ده چې ایران یې خبرو ته اړ کړ.

دا جګړه چې اوس شپږمې اونۍ ته داخله شوې، تر اوسه پکې د ایران د ۱۶۰۰ ملکیانو په ګډون له ۵۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

سپینې ماڼۍ تایید کړې چې اسرائیلو هم پر دغه اوربند او په ایران او لبنان کې د خپلو بریدونو پر درولو هوکړه کړې ده.

د اوربند له اعلان سره سم په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوي او نړیوالو مشرانو د دې ګام هرکلی کړی دی.

داسې ویل کېږي چې ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو او د تېلو د بیو د لوړېدو له امله له خپل سخت دریځه شاته شوی دی.