افغانستان

په هېواد کې د وروستیو سېلابونو د تلفاتو شمېر ۵۱ تنو ته ورسېد

انځور له ارشیف څخه

په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو اتو ورځو سېلابونو په اړه د طالبانو شمېرې ښيي چې د دغو سېلابونو د تلفاتو شمېر اوس ۵۱ مړو او ۸۹ ټپیانو ته رسېدلی دی.

د دغو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لږترلږه ۱۸ ولایتونو کې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې دغه راز ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې دغه سېلابونه د کابل، پنجشېر، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، زابل، اروزګان، هرات، فراه، بادغیس، جوزجان، بغلان، بدخشان، ننګرهار او لغمان په ځینو برخو کې راوتلي دي.

دغه راز په دې موده کې ۳۸۴ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۷۰۰ نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

یادې شمېرې ښيي چې ۳۰۴۸ جریبه ځمکه او ځینې باغونه هم ویجاړ شوي دي. دغه راز له ۸۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د دغو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

ارقام دا هم څرګندوي چې د وري له ۶مې نېټې تر اوسه ۶۷۶ کورونه ویجاړ شوي، ۳۶۷ کیلومتره سړک او له ۸۰۰۰ جریبه څخه ډېره ځمکه زیانمنه شوې ده.

د دغو شمېرو پر بنسټ، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله له ۸۶۰۰ څخه ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د موسمي سېلابونو پر وړاندې زیانمنونکی دی، په ځانګړې توګه په پسرلي کې چې سخت بارانونه او د واورو ویلې کېدل پر بنسټیزو پروژو او کرنیزو ځمکو ډېر فشار راوړي.

د سېلابونو وروستۍ څپې د کلیوالي ټولنو د زیانمننې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، چې ډېری یې په کرنه پورې تړلي دي.