سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له عربي هېوادونو وغواړي چې د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو د جګړې لګښت پوره کړي، چې اټکل کېږي په لسګونو میلیارډه ډالره دی.
د ټرمپ ویاندې، کارولین لیویټ څخه د دوشنبې په ورځ وپوښتل شول چې آیا عربي هېوادونه باید د جګړې پیسې ورکړي، لکه څنګه چې د امریکا متحدینو په ۱۹۹۰ کال کې د خلیج د جګړې پرمهال د واشنګټن د مداخلې په تمویل کې مرسته کړې وه.
لیویټ خبریالانو ته وویل: «زما په اند دا یو داسې څه دي چې ولسمشر به ورته ډېر لېواله وي چې له هغوی (عربي هېوادونو) یې وغواړي.»
هغې زیاته کړه: «زه به په دې اړه له هغه مخکې نه شم، خو یقیناً دا یو داسې فکر دی چې زه پوهېږم هغه یې لري، او زما په خیال دا یو داسې څه دي چې تاسو به په راتلونکي کې له هغه څخه په دې اړه ډېر څه واورئ.»
متحده ایالاتو د خلیج د جګړې پر مهال د دغه هېواد او د هغوی د څو عربي ګاونډیانو په غوښتنه د کویټ څخه د عراق د برید د شا تمبولو لپاره د لسګونو هېوادونو د نړیوال ایتلاف مشري کوله.
بلخوا د سیمې هېوادونو او د ایتلاف غړو، د جرمني او جاپان په ګډون، ۵۴ میلیارډه ډالر (چې د نن له ۱۳۴ میلیارډه ډالرو سره برابر دي) د امریکا د مداخلې د لګښت پوره کولو لپاره راټول کړل.
خو دا ځل متحده ایالات او اسرائیل له خپلو متحدینو او سیمهییزو هېوادونو سره له مشورې پرته، په یو اړخیزه توګه له ایران سره جګړې ته تللي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې، ښي اړخي تبصره کوونکي شان هانیټي، چې ټرمپ ته نږدې دی، وویل چې د اوربند په هره معامله کې باید دا شامل وي چې ایران د جګړې لګښت ورکړي، په کوم کې چې نږدې ۲,۰۰۰ ایرانیان وژل شوي دي، هانیټي وویل: «دوی باید هوکړه وکړي چې امریکا ته د تېلو په بڼه د دې ټول نظامي عملیاتو بشپړ لګښت بیرته ورکړي.»
خو ایران بیا د جګړې د زیانونو لپاره د امریکا له خوا د تاوان ورکول خپله یو شرط ټاکلی دی.
ایران په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې دوی په سیمه کې د امریکا شتمنۍ په نښه کوي، خو تهران په څو خلیجي هېوادونو کې پر ملکي ځایونو، هوټلونو، هوايي ډګرونو او د انرژۍ پر زیربناوو هم بریدونه کړي دي.
د امریکا رسنیو د روانې میاشتې په پیل کې خبر ورکړ چې چارواکو د کانګرس غړو ته په یوه محرمه ناسته کې ویلي چې د جګړې لومړیو شپږو ورځو ۱۱.۳ میلیارډه ډالره لګښت درلود.
د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز اټکل کړی چې د جګړې په ۱۲مه ورځ دا شمېره ۱۶.۵ میلیارډه ډالرو ته لوړه شوې اوس چې جګړه خپلې ۳۲مې ورځې ته داخله شوې، دا لګښت به یقیناً خورا لوړ وي.
سپینه ماڼۍ له کانګرس څخه لږترلږه ۲۰۰ میلیارډه ډالره اضافي نظامي بودیجه غواړي ترڅو په ایران کې د نظامي کمپاین لګښت پوره کړي او د پنټاګون د .مهماتو زیرمې بیا ډکې کړي
د امریکا د پوځ د مستقیم لګښت سربیره، جګړې چې پکې ایران د هرمز تنګی هم تړلی دی، د انرژۍ نړیوالې بیې خورا پورته کړې دي. په امریکا کې د پټرولو د یوه ګیلن (۳.۸ لیټره) اوسط قیمت اوس ۳.۹۹ ډالره دی، چې د جګړې له پیل څخه یو ډالر لوړ دی.
دوشنبې په ورځ لیویټ د ټرمپ د ادارې دا ادعا تکرار کړه چې د انرژۍ د بیو لوړوالی به د ایران د کمزوري کولو د ګټو په پرتله کم وي
هغې وویل: «دا لنډمهاله اقدامات او د بیو لنډمهاله بدلونونه دي چې د هغه ګواښ د پای ته رسولو لپاره اوږدمهاله ګټه لري چې ایران یې د امریکا، زموږ سرتېرو او په سیمه کې زموږ متحدینو ته پېښوي.»
ایران استدلال کوي چې لومړی ورباندې د ډیپلوماتیکو خبرو په منځ کې برید شوی او دوی امریکا یا سیمې ته کوم ګواښ نه و پېښ کړی.
