لویدیځه اسیا

د ایران جګړې یوځل بیا زور اخیستی

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د امریکا او ایران ترمنځ په خلیج سیمه کې د دښمنۍ لمبې یو ځل بیا پورته شوې او ورسره سم په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم پورته تللې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې پر کویټ او بحرین د ایران بالستیک توغندي او ډرون بریدونه ناکام او شنډ کړل شوي دي.

ورته مهال، امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې پر «قشم ټاپو» د ایران د بریدونو د هڅو په ځواب کې هوايي بریدونه کړي دي.

بل لور ته د ایران سپاه پاسداران ډلې (IRGC) ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پنځمې سمندري بیړۍ پر مرکز او د سیمې په ځینو نورو اډو توغندیز بریدونه کړي دي.

د دغو تازه پوځي نښتو له امله، نن د چهارشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د غوړو تېلو بیې له ۱ سلنې څخه زیاتې پورته لاړې.

دا قیمتې په‌داسې حال کې راځي چې د جګړې له امله د هرمز ستراتیژیک تنګی تر ډېره د سوداګریزو کشتیو پر مخ تړل شوی او د نړیوالې انرژۍ جریان یې ټکنۍ کړی دی.

سره له دې چې ایراني رسنۍ وایي له واشنګټن سره یې اړیکې پرې شوې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې هره ورځ په پرله پسې ډول روانې دي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې پر ایران به بندیزونه یوازې هغه مهال کم شي چې تهران خپل اتومي فعالیتونه بند کړي.

دا کړکېچ په لبنان کې هم خپور شوی، چیرته چې اسرائیلو د امریکا تر منځګړیتوب لاندې د نسبي اوربند سربېره، د لبنان په سویل کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د دغه هېواد له ۱.۲ میلیون څخه زیات وګړي یې بې‌ځایه کړي دي.

ملګرو ملتونو (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د دې جګړې له امله د ټرانسپورټي لګښتونو لوړېدو غزې او نورو هېوادونو ته د بشري مرستو رسول سخت کړي دي.