د ناروې د کډوالو شورا(این آرسي) د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو په تړاو ویلي، چې دوی په زیانمنو شویو سیمو کې خلکو ته د مرستو رسولو هڅې پیل کړې دي
دې بنسټ پر خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: «دا ځپل شوې ټولنې باید هېرې نه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، په تېره یوه شپه او ورځ کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي
پروان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، فراه، هرات، غور، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بادغیس، لغمان او سرپل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي
یادې ادارې خبرداری ورکړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال لا هم شتون لري
ورته مهال، یو شمېر هېوادوال وايي چې سېلابونو په ځانګړې توګه په لوېدیځه حوزه کې لويې لارې بندې کړې دي او له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دغه سړکونه د تګ راتګ پر مخ پرانیزي
