افغانستان

ننګرهار کې د کور د چت راپرېوتو له امله یوه ښځه مړه شوه

انځور- ننګرهار کې د چت پرېوتلو پېښه

په ننګرهار کې د سختو بارانونو او د دوو کورونو د چتونو راپرېوتو له امله، یوه ښځه مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان دي

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې په تایید سره ویلي، چې د یو کور چت د دغه ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ د ۲۵ام سړک په مربوطاتو کې راپرېوتی دی

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، ورته بله پېښه د نازیانو ولسوالۍ په لنډي سیمه کې رامنځته شوې ده. طالبانو ویلي چې د دغو پېښو ټپیان د درملنې لپاره سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو

 تر دې وړاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي وو چې په وروستیو سیلابونو کې په څو ولایتونو کې لږترلږه ۱۷ تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي

د دې ادارې په وینا، دا پېښې په پروان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، فراه، هرات، غور، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بادغیس، لغمان او سرپل ولایتونو کې شوې دي.

د شمېرو له مخې، ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۱۰ هټۍ، ۸۰ کیلومتره سړک او ۲۸۲ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده

يادې ادارې زیاته کړې چې په ټوله کې ۵۰۰ کورنۍ له دې پېښو اغېزمنې شوې او خبرداری یې ورکړی چې بارانونه به لا هم دوام ولري.