منځنی ختیځ

ټرمپ: د ایران نوي مشران هوښیار دي، د سولې چانس شته

انځور- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ناڅاپي بیان کې ویلي چې د ایران نوي مشران “خورا معقول او عاقل” خلک ښکاري او دی ډاډه دی چې یوې هوکړې ته به ورسره ورسېږي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د یوې میاشتنۍ خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره په اسلام‌اباد کې د “معنا لرونکو خبرو” کوربه‌توب ته د پوره چمتووالي اعلان کړی

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې دی فکر کوي په تهران کې “د رژیم بدلون” لا دمخه هغه مهال رامنځته شو چې په بریدونو کې د ایران ستر مذهبي مشر او نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول

د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ په ۲۸مه د اسرائیلو په برید کې د ایت الله خامنه‌یي له وژل کېدو وروسته، اوس د هغه زوی مجتبی خامنه‌یي د ایران چارې په لاس کې اخیستې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې په اسلام‌اباد کې یې د سعودي، ترکیې او مصر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د جګړې پر پای ته رسولو او په پاکستان کې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو پر اجنډا بحث کړی دی

 ډار وویل: «پاکستان به په راتلونکو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ د یوې تلپاتې حل لارې لپاره د اسانتیاوو برابرولو او کوربه‌توب ویاړ ولري.»

بلخوا د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف امریکا په دوه مخۍ تورنه کړه او ویې ویل چې واشنګټن له یوې خوا د مذاکراتو پیغامونه لېږي او له بلې خوا د ځمکني برید پلانونه جوړوي. هغه ټینګار وکړ چې ایران به هیڅکله تسلیم نه شي او د امریکا د هر ډول ځمکني تحرک ځواب به په اور ورکړي

د دې ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، د هرمز تنګي د بندېدو له امله د تېلو بیې ۱۱۵ ډالرو ته پورته شوې او د نړۍ اقتصاد یې له سخت رکود سره مخ کړی دی

اسرائیلو هم اعلان کړی چې د خبرو اترو تر پیلېدو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر ایران ۱۴۰ هوایي بریدونه کړي دي