لویدیځه اسیا

ملګري ملتونه: د ایران جګړې ثابته کړه چې پر تېلو او ګازو تکیه ملي امنیت تباه کوي

 د ملګرو ملتونو د اقلیمي ادارې مشر، سایمن سټیل به نن د دوشنبې په ورځ اروپایي چارواکو ته ووایي چې د ایران جګړې له امله د انرژۍ بازار کې ګډوډي یو «عبرت‌ناک درس» دی.

دا درس ښيي چې پر فوسیل سون‌توکو (تېلو او ګازو) تکیه څومره خطرناکه ده او حکومتونه باید خپل اقتصادونه له دې موادو وژغوري.

سره له دې چې اروپا له منځني ختیځ څخه جغرافیایي واټن لري، خو د جګړې د دوو اونیو په جریان کې په دغه لویه وچه کې د ګازو بیې ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.

سټیل به په بروکسل کې وزیرانو ته ووایي: «پر فوسیل سون‌توکو تکیه د هېوادونو ملي امنیت او حاکمیت له منځه وړي او پر ځای یې هغوی محتاجۍ او د لګښتونو لوړوالي ته ټېل وهي.»

نوموړی خبرداری ورکوي چې دا تکیه مصرف کوونکي د جیوپولیټیکي ټکانونو او د بیو د بدلون رحم او کرم ته اړباسي.

اروپا تر بل هر لوی اقتصاد ډېر پر وارداتي سون‌توکو تکیه ده. دا لویه وچه له ۹۰ سلنې ډېر تېل او ۸۰ سلنې ډېر ګاز له بهر څخه راوړي.

اروپايي مشران اوس په بیړه د داسې اضطراري ګامونو په پورته کولو بوخت دي چې خپل ولسونه د بیو له لوړوالي وژغوري، ترڅو د ۲۰۲۲ کال د انرژۍ بحران (کله چې روسیې ګاز بند کړل) تکرار نشي.

اروپايي کمیسیون وایي چې د تېلو او ګازو پر ځای له بادي، لمریزې او اټومي انرژۍ ګټه اخیستنه به هېوادونه د بیو له بې‌ثباتۍ خلاص کړي.

خو د ایټالیا او هنګري په څېر هېوادونه پر بروکسل فشار راوړي چې د چاپیریال ساتنې سختې پالیسۍ نرمې کړي، ترڅو په لنډمهال کې د صنایعو لګښتونه کم شي.

سټیل دا ډول غوښتنې «بشپړ خیال او وهم» بولي او وایي چې پاکې انرژۍ ته تلل د ارزانه برېښنا، نویو دندو او د انرژۍ د خوندیتوب مانا لري.

هغه زیاتوي:« پر وارداتي تېلو او ګازو ذلیله تکیه به اروپا تل له یوه بحران څخه بل ته غورځوي. خو د لمر وړانګې بیا د هرمز په څېر په تنګو او زیانمنو اوبلارو پورې تړلې نه دي.»