پر افغانستان د پاکستاني پوځ د بریدونو په دوام، تېره شپه هم د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څو سیمې بمبار شوې دي.
طالبان وایي، چې په کابل کې د هوايي بریدونو له امله، څلور ملکیان وژل شوي او له څوارلسو ډېر نور ټپیان دي.
ملګرو ملتونو هم په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو پخلۍ کړی دی.
د پېښې عیني شاهدان وایي، چې یاد بریدونه د شپې په نیمایي کې پیل شول او د کابل په «ارزان قیمت سیمه، پلچرخي او د ۲۱مې امنیتي حوزې اړوند سیمه» کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.
د طالبانو ویاند، دغه راز د کندهار هوایي ډګر ته نږدې د کامایر هوایي شرکت د تېلو پر زېرمې د پاکستاني پوځ له هوايي بریدونو هم خبر ورکوي.
