Uncategorized @ps

له اذربایجان څخه ۱۴ افغان بندیان خوشې او هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د اذربایجان د دولت د مشرتابه د فرمان له مخې، د دغه هېواد له زندانونو څخه ۱۴ تنه افغان وګړي خوشې شوي دي. که څه هم د دغو کسانو د نیول کېدو دقیق لامل نه دی روښانه شوی، خو د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان له دغه ګام څخه مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم ۱۰۸ تنه افغان وګړي د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د دغه هېواد د “ملي ورځې” په مناسبت خوشې شول.

د یاد وزارت په وینا، د خوشې شویو کسانو یو شمېر لا دمخه هېواد ته ستانه شوي او د پاتې کسانو د لېږد لپاره د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته هڅې روانې دي.

بلخوا، په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو وضعیت او هغوی ته د نه پاملرنې په اړه نیوکې هم شتون لري.

 یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د یوه مشروع دولت نشتوالی او د وګړو پر وړاندې د مسوولیت نه احساسول هغه اصلي لاملونه دي چې له امله یې په بهرنیو زندانونو کې افغان وګړي له بې برخلیکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، دا مهال د سیمې په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغان وګړي د قانوني اسنادو د نشتوالي او نورو بېلابېلو تورونو له امله په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.