د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد ۱۰۸ تنه وګړي د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه ازاد شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، د هېواد دغه وګړي د متحده عربي اماراتو د حکومت له خوا د دغه هېواد د «ملي ورځې» په مناسبت له بنده خوشې شوي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد یو شمېر ازاد شوي وګړي بېرته افغانستان ته راستانه شوي او د پاتې کسانو د لېږد هڅې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته دوام لري.
طالبانو د متحده عربي اماراتو د حکومت دا ګام «بشردوستانه» بللی او له دغه هېواد څخه یې مننه کړې ده.
ورته مهال، د طالبانو د ادارې د کډوالو وزارت ویلي چې له پاکستاني زندانونو څخه هم څه باندې ۱۰۰ تنه افغان وګړي ازاد شوي دي.
دغه وزارت دا کسان «کډوال» بللي او زیاته کړې یې ده چې هغوی د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې له یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې بند تېر کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې له هېواده بهر د افغان بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه نیوکې هم شتون لري.
ځینې پوهان د یوه مشروع دولت نشتوالی او وګړو ته د ځواب وینې نشتوالی په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د بې برخلیکه پاتې کېدو اصلي لاملونه بولي
