لویدیځه اسیا

ټرمپ: له ایران سره جګړه به د نتانیاهو په مشوره پای ته رسیږي

انځور- ټرمپ او نتنیاهو له ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د روانې جګړې د پای ته رسولو پرېکړه به د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په “ګډه او دوه اړخیزه” توګه کوي.

ټرمپ د “ټایمز آف اسرائیل” ورځپاڼې سره په یوه ټلیفوني مرکه کې څرګنده کړه، چې نتانیاهو به د دې شخړې د حل او پای ته رسولو په برخه کې مستقیم رول او نظر ولري.

نوموړي زیاته کړې چې دی او نتانیاهو په دې اړه په دوامداره توګه خبرې کوي او دی به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي، خو په وینا یې ټول شرایط به په پام کې نیول کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا-اسرائیلو ترمنځ جګړه په شدت سره روانه ده او د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.

کارپوهان وايي، د ټرمپ دا خبرې ښيي چې په سیمه کې د جګړې برخلیک تر ډېره د واشنګټن او تل‌ابیب په ګډه تګلاره پورې تړلی دی.

له بلې خوا تازه د ایران د خبرګانو شورا په یوې پرېکنده رای‌ګیرۍ کې د دغه هېواد د پخواني وژل شوي مشر علي خامنه اي ۵۶ کلن زوی، مجتبی خامنه ای، د ایران د دریم ستر مذهبي مشر په توګه وټاکه

د ایران د خبرګانو شورا په یوې پرېکنده رای‌ګیرۍ کې د دغه هېواد د پخواني وژل شوي مشر علي خامنه اي ۵۶ کلن زوی، مجتبی خامنه ای، د ایران د دریم ستر مذهبي مشر په توګه وټاکه