د سعودي د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې په ریاض کې د امریکا سفارت په دوو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په نښه شوی دی.
دفاع وزارت پر اېکس (پخواني ټویټر) په یوه پوسټ کې ویلي چې دغه برید د محدودې اور لګېدنې او د سفارت ودانۍ ته د لږ زیان لامل شوی دی.
دا ډرون برید پر خلیجي هېوادونو د ایران د روانو توغندیزو او ډرون بریدونو په لړ کې ترسره کېږي، چې له تېرې شنبې راهیسې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوي دي.
د News Nation خبري شبکې یوه خبریال پر اېکس د ډونالډ ټرمپ د مرکې په حواله لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي خلک به ډېر ژر پوه شي چې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید او د ایران په شخړه کې د امریکایي پوځي پرسونل د وژل کېدو په ځواب کې به غچ اخیستونکی اقدام څه وي.
