امنیت

ننګرهار کې د پاکستان یوه کشفي بې‌ پیلوټه الوتکه ویشتل شوې ده

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي چې د دوی د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د هوايي مدافعې قطعې نن ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د دې ولايت په مربوطاتو کې د پاکستان يوه کشفي بې ‌پیلوټه الوتکه د افغانستان د هوايي حريم د نقض پر مهال ویشتې ده.

طالبان وايي ياده الوتکه هغه مهال د ځمکنيو هوايي دفاعي سيستمونو له خوا هدف وګرځول شوه چې د تاکتيکي څارنې او استخباراتي ماموريت په حال کې وه.

د طالب چارواکو په وينا، دغه بې ‌پیلوټه الوتکه د هوايي څار، هدف‌ يابۍ او د ميداني معلوماتو د راټولولو لپاره کارېده، چې د فعال راداري څار او اوپراتيفي کشف وروسته پرې مستقيم اقدام ترسره شو.

د قول اردو مشرتابه ټینګار کړی چې په ختيځ زون کې ټول دفاعي، سرحدي او هوايي ځواکونه په بشپړ جنګي چمتووالي کې دي.

هغوی وايي چې د هېواد د هوايي حريم دوامداره څارنه کوي او د هر ډول تعرضي تحرک پر وړاندې به فوري او مناسب ځواب ورکړي.