د پاکستان د هوايي بریدونو او پر فرضي کرښه د نښتو په دوام، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، که څوک پر افغانستان تېری وکړي، پر دوی «فرض عین» ده چې «جهاد» ته لاړ شي.
نوموړي په هغه غږیز کلیپ کې چې ده ته منسوبې د اېکس (ټویټر) پاڼې له خوا خپور شوی، ظاهراً په یوه غونډه کې ویلي: «که څوک پر افغانستان تېری وکړي، نو پر موږ فرض عین ده چې له ځانه دفاع وکړو. په موضوع پوه شوئ؟ د افغانستان اسلامي امارت ساتو او نظام قوي کوو؛ خو که څوک پر موږ تېری وکړي، بیا پر موږ فرض عین ده او جهاد ته ځو.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د پنجشنبې په شپه یو ځل بیا وروسته له هغه نښتې پیل شوې چې پاکستاني پوځیانو تېره اونۍ د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو ځینې برخې بمبار کړې وې.
د دغو نښتو په ترڅ کې چې له دوو شپو او ورځو راهیسې سختې شوي، پاکستاني ځواکونو د کابل په ګډون د هېواد د مهمو ښارونو ځینې برخې هم بمبار کړې دي.
دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې «درنه مرګژوبله» اړولې ده.
د طالبانو ویاند تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې په دغو نښتو کې تر اوسه ۵۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. خو د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي ادعا وکړه چې د «غضب لیل الحق» عملیاتو په ترڅ کې ۲۹۷ طالب ځواکونه وژل شوي او له ۴۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
نوموړي تېره ورځ پر اېکس پاڼه زیاته کړه چې د طالبانو ۸۹ پوستې له منځه وړل شوي او ۱۸ نورې نیول شوې دي؛ همداراز د طالبانو ۱۳۵ ټانګونه او نظامي وسایط هم ویجاړ شوي دي. د زیدي په ادعا، په ټول افغانستان کې ۲۹ ځایونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
