بشري حقوق

بېنت: د طالبانو تګلاره د «انسانیت ضد جنایت» بېلګه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنت د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، د طالبانو له لوري د یوې سیستماتیکې «جنسیتي ځپنې، ظلم او زورواکۍ» تر اغېز لاندې دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې د طالبانو دا بنسټیز شوی جوړښت د «انسانیت ضد جنایت» په څېر دی.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو دې سیاست د ښځو د ژوند ټولې برخې ځپلي او هغوی یې له زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ، روغتیا، عدالت ته له لاسرسي، د بیان له ازادۍ او په ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون څخه بې‌برخې کړې دي.

بېنت خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه د افغانستان د وضعیت په اړه سمدستي او دوامداره ګامونه پورته نه کړي، دا هېواد به له داسې ناوړه عواقبو سره مخ شي چې اغېزې به یې تر نسلونو پورې پاتې وي.

بېنت پخپل راپور کې وايي:«هغه سیاستونه چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض پالي، نه یوازې د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان د روغتیايي سیسټم پایښت هم له خطر سره مخ کوي. په افغانستان کې د روغتیا د حق تضمین، د ښځو او ټولو افغانانو د حقونو له بیا رغولو سره نه جلا کېدونکی تړاو لري.»

په راپور کې راغلي چې طالبانو واک ته له بیا رسېدو راهیسې یو داسې ایډیالوژیک نظام رامنځته کړی چې رېښه یې په « د نرواکۍ کلیشې» څخه خړوبیږي او هدف یې د ښځو د ازادۍ سلبول دي. دا محدودیتونه د بېلابېلو احکامو، فزیکي تاوتریخوالي او په زوره د خپلو افکارو منلو له لارې پلي کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې یو «خورا ځپونکی» ټولنیز نظم په جبري ډول د عادي کېدو په حال کې دی، چې له امله یې د ښځو خپلواکي ورځ تر بلې له منځه ځي. دا چاره د افغانانو پر جسمي او رواني روغتیا او په هېواد کې د ژوندي پاتې کېدو پر امکاناتو ژورې بدې اغېزې لري.

بېنت زیاته کړې چې د کارکوونکو کمښت، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو او په تخصصي برخو کې د روغتیايي پرسونل نشتوالی، یوه لویه اندېښنه ده.

د هغه په وینا، د تجربه لرونکو متخصصانو کډوالي د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د «ځپونکو سیاستونو» پایله ده.

همداراز، په کلیوالو سیمو کې اقتصادي فشارونو روغتیايي کارکوونکي اړ کړي چې ښارونو ته کډه وکړي، چې له امله یې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه د کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.

بېنت پخپل راپور کې په ډاګه کړې چې د طالبانو لخوا په عامې روغتیا وزارت کې ګمارل شوي جګپوړي چارواکي مسلکي تخصص او تجربه نلري. دا ښيي چې ګمارنې یوازې د سیاسي او ایډیالوژیکي تړاوونو له مخې کېږي.

هغه ټینګار کړی چې په روغتونونو کې ډېری مدیریتي چارې د هغو کسانو په لاس کې دي چې په دې برخه کې یې زده کړې نه دي کړي، او ډېری هغه ښځې چې پخوا یې په اداري بستونو کې کار کاوه، له دندو شړل شوې دي.

بل خوا، راپور ښيي چې ښځې یوازې د «محرم» د نشتوالي له امله نشي کولای روغتیايي خدماتو، حتی بېړنیو درملنو ته لاسرسی ومومي.

ریچارد بېنت ویلي چې دا راپور یې په ۲۹ ولایتونو کې له ۱۳۷ افغانانو سره د مرکو او بحثونو پر بنسټ چمتو کړی دی.

په دغو کسانو کې اوسني او پخواني روغتیايي کارکوونکي، د مدني ټولنې فعالان او داسې ښځې شاملې دي چې په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي.

بېنت زیاته کړه چې په دې راپور کې د منزوي شویو ډلو، معلولینو، ماشومانو او د جنسیتي تاوتریخوالي د قربانیانو نظرونه هم په پام کې نیول شوي دي.