رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې وايي د شپږو باوري سرچینو په وینا چې له مذاکراتو خبر دي، ایران له چین سره د کښتیو ضد کروز توغندیو د پیرلو تړون ته نږدې شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو پر اسلامي جمهوریت باندې د احتمالي بریدونو وړاندې، د ایران ساحلونو ته نږدې خورا لوی سمندري ځواک ځای پر ځای کړی دی.
دغو سرچینو ویلي چې د چین جوړ شوي CM-302 توغندیو تړون بشپړېدو ته نږدې دی، که څه هم تر اوسه د سپارلو (تسلیمۍ) نېټه نه ده ټاکل شوې.
د وسلو دوو کارپوهانو ویلي چې دا سوپرسونیک (د غږ له سرعت څخه ګړندي) توغندي شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره واټن په نښه کوي او د دې لپاره ډیزاین شوي چې په ډېر ټیټ او لوړ سرعت الوتلو سره، د کښتیو له دفاعي سیسټمونو وتښتي.
د دې توغندیو ځای پر ځای کول به د ایران بریدګرې وړتیاوې خورا لوړې کړي او په سیمه کې به د امریکا سمندري ځواکونو ته جدي ګواښ پېښ کړي.
چین سره د دې وسلو د سیسټمونو د اخیستلو په اړه خبرې اترې لږترلږه دوه کاله دمخه پیل شوې وې، مګر د تېر جون په میاشت کې د اسرائیلو او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته دا مذاکرات په چټکۍ سره ګړندي شول.
دوو امنیتي چارواکو ویلي چې تېر اوړی، کله چې خبرې اترې وروستي پړاو ته ننوتلې، د ایران د دفاع وزارت مرستیال مسعود اورعي په ګډون لوړپوړو نظامي او دولتي چارواکو چین ته سفر وکړ. د اورعي دغه سفر دمخه نه و راپور شوی.
د اسرائیلو د ملي امنیت مطالعاتو د انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي او پخواني استخباراتي افسر، ډیني سیترینویچ وویل: “که ایران په سیمه کې پر کښتیو د برید لپاره سوپرسونیک وړتیا ولري، دا به د لوبې بڼه بیخي بدله کړي ځکه د دې توغندیو مخنیوی خورا ستونزمن دی.”
راپور کې راغلي رویټرز ونه شو کړای دا معلومه کړي چې په دې احتمالي معامله کې څومره توغندي شامل دي، ایران څومره پیسې ورکوي، او یا دا چې ایا چین به په سیمه کې د اوسني کړکېچ په پام کې نیولو سره دا تړون عملي کړي که نه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي: “ایران له خپلو متحدینو سره نظامي او امنیتي تړونونه لري، او اوس د دې تړونونو څخه د ګټې اخیستنې مناسب وخت دی.”
چین په پیل کې د دې خبر له خپرېدو وروسته وویل چې د داسې معاملې له خبرو اترو بې خبره دی. سپینې ماڼۍ هم په مستقیم ډول د دې خبرو په اړه څه ونه ویل، خو یو چارواکي یې وویل چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړې: “یا به معامله کوو او یا به د تېر ځل غوندې خورا سخت اقدام کوو.”
دا توغندي به د هغو پرمختللو وسلو په ډله کې وي چې له چین څخه ایران ته لېږدول کېږي او په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي بندیزونه ننګوي.
دغه بندیزونه په ۲۰۱۵ کې د اټومي هوکړې وروسته وځنډول شول، خو تېر سپټمبر بېرته لګول شوي دي.
دا احتمالي پلور په داسې وخت کې د چین او ایران ترمنځ ژورې نظامي اړیکې ښیي چې د امریکا هڅې د ایران د توغندیو او اټومي پروګرام د کابو کولو لپاره له ننګونو سره مخ دي.
دا د چین د لیوالتیا ښکارندویي هم کوي چې په هغه سیمه کې ځان مطرح کړي چې له ډېر پخوا پکې د امریکا نظامي واکمني وه.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېر سپټمبر په بیجینګ کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ لخوا له تود هرکلي سره مخ شو، او شي ورته وویل چې “چین د ایران د حاکمیت او ملي کرامت ننګه کوي.”
د دې توغندیو پیرل به د ایران هغه وسلهتون بېرته پیاوړی کړي چې د تېر کال جګړې ځپلی و.
چینایي دولتي شرکت CASIC دغه CM-302 توغندي د نړۍ تر ټولو غوره بریدګر توغندي بولي چې کولای شي یوه الوتکې وړونکې کښتۍ یا ویجاړونکې بېړۍ ډوبه کړي.
دا معامله په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو د ایران د ویشتلو په واټن کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، چې په کې د USS Abraham Lincoln او USS Gerald R. Ford الوتکې وړونکې کښتۍ شاملې دي. دا دوه کښتۍ په ګډه ۵۰۰۰ پرسونل او ۱۵۰ الوتکې لېږدولی شي.
ټرمپ د فبروري په ۱۹مه ایران ته ۱۰ ورځې مهلت ورکړی و چې د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ورسېږي، که نه نو له نظامي اقدام سره به مخ شي.
