په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد وايي چې تېره شپه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شوي، چې له دې ډلې ۵ تنه را ایستل شوي او ټپیان دي، خو پاتې نور لا هم تر خاورو لاندې دي.
هغه ویلي چې دا بریدونه د شنبې په شپه (۲ کب) شاوخوا ۱۲ بجې د پاکستاني جګړه ییزو الوتکو له لوري د خوږیاڼو، غنيخېلو او بهسودو ولسوالیو پر ځینو برخو شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، پر بهسودو ولسوالۍ هوايي برید پر یو کور چې مالک یې شهابالدین نومېږي، شوی او د دغې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شوي دي.
له دې سره سره، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره شپه یې د ننګرهار او پکتیکا پر ځینو برخو په هوايي بریدونو کې د «ټيټيپي او داعش خراسان څانګې پټنځایونه» په نښه کړي دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه «غچ اخیستونکي» دي او په اسلاماباد کې د شیعه ګانو پر یو جومات، باجوړ او بنو کې د روژې په میاشت کې د وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په پاکستان کې د دغو بریدونو مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او داعش خراسان څانګې منلی و.
تر دې وړاندې ځايي سرچینو هم د ننګرهار او پکتیکا په ځینو برخو کې د بریدونو خبر ورکړی و.
په ختیځ کې ځايي سرچینو ‘آمو’ ته ویلي چې پاکستاني الوتکو د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو، غنيخېلو او بهسودو ولسوالیو کې سیمې په نښه کړې دي. همدارنګه تر دې څو دقیقې وړاندې، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې پر یوې دیني مدرسې د برید راپور هم ورکړل شوی و.
د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې، د احتمالي مرګژوبلې یا زیانونو په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي.
