افغانستان

د برېښنا د لګښت پیسو پر زیاتوالي او بدلون د کابل ښاریانو نیوکې

د ژمي موسم په درشل کې، کابل ښاریان په دغه ښار کې د برېښنا له پرچاوۍ شکایت لري. د دامداره برېښنا برابرول، د افغانستان د خلکو یوه ننګونه ده. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان طبیعي جغرافیه، د انرژۍ د تولید وړتیا لري او باید په انرژۍ ددغو ظرفیتونو د بدلولو لپاره، په دې برخه کې پانګونه وشي.

په تېرو کلونو کې، د برېښنا ناڅاپي بندېدو، د پلازمیني د اوسېدونکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې. اوس د برېښنا د بندېدو ترڅنګ یې لوړ لګښت د کابل ښاریانو یوه جدي ستونزه شوې ده؛ دا چاره د دوی د شکایت لامل شوې او هرځل چې د هغوی د برېښنا بل راځي، ترې شکایت لري.

خلک د برېښنا د لګښت پیسو د ورکړې وس نه لري

کابل ښاریان د برېښنا لګښت له میاشتني کېدو په هرکلي سره، د برېښنا لګښت د حسابولو پر بڼې نیوکه کوي.

د کابل یو اوسېدونکی وحید وايي چې د برېښنا د لګښت بل یې د تېرو میاشتو په پرتله درې برابره شوی دی.

وحید زیاتوي: «هېڅ وخت مو د برېښنا د لګښت پیسې دوه زره افغانۍ نه وې شوې؛ خو اوس مو د برېښنا بل له دوه زره افغانیو زیات راغلی دی. زه د نورو په شان له دې وضعیته راضي نه یم، زه په دولت کې مامور یم او برېښنا لوړ لګښت نه شم ورکولای.»

کابل ښاریان د برېښنا لګښت د میاشتني کېدو په غبرګون کې وايي، ددې پرځای چې د دغه بهیر په میاشتني کېدو سره، د برېښنا د لګښت پیسې کمې شي، له بده‌مرغه زیاتې شوې دي.

دوی برېښنا شرکت په غلا او د برېښنا د لګښت په حسابولو کې په نه روڼتیا تورنوي او له دغه شرکته غواړي چې د برېښنا د لګښت پیسې په نوې بیه نه؛ بلکې په هماغه پخوانۍ بڼه او خو په میاشتنۍ توګه له خلکو ټولې کړي.

فرزانه چې څو کاله مخکې یې خاوند له لاسه ورکړی او له ګڼو ستونزو سره مخ ده، د برېښنا د لګښت د زیاتوالي په اړه په شکایت سره وایي: «په تېرو وختونو موږ په هرو دوو میاشتو  کې ۵۰۰ افغانۍ د برېښنا د لګښت پیسې ورکولې؛ خو اوس مو میاشتنۍ بل دوه زره افغانۍ راځي.»

د برېښنا بیې د لوړوالي په اړه د خلکو ادعا بې‌بنسټه ده

له بلې خوا، د برېښنا شرکت ویاند حکمت میوند د برېښنا د لګښت د زیاتوالي په اړه د خلکو د شکایت په ناسم بللو سره وایي چې افغانستان له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د قرارداد له مخې برېښنا اخلي او په منظم ډول هغه اړوندو ولایتونو ته چې په پام کې دي وېشي.

هغه وویل: «د هېوادوالو خبرې (د دوی د برېښنا د لګښت پیسو د زیاتوالي په اړه) بې بنسټه دي.»

د هغو مالوماتو له مخې چې برېښنا شرکت خپرې کړې، د افغانستان د اړتیا وړ څه د پاسه اتیا سلنه برېښنا له څلورو ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي. افغانستان په ټول کې دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او کابل هر کال د ژمي په موسم کې کابو ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. افغانستان په کال کې له ۲۸۰ تر ۳۰۰ میلیون ډالر د برېښنا پر پېرلو لګوي.