د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې هغوی په یوه ناسته کې له ازبکستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز تفاهملیکونه لاسلیک کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، دا هوکړې د «افغان-ازبک سوداګریز تواصل» تر سرلیک لاندې ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د سرخان دریا والي ارکینجون توردیموف په شتون کې لاسلیک شوې.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو تفاهملیکونو کې د ودانیزو توکو، خوراکي موادو، کرنې، فرنیچر، رخت او درملو برخې شاملې دي.
نورالدین عزیزي په دې ناسته کې ویلي چې په وروستیو کلونو کې له ازبکستان سره د هغوی اړیکو «بېسارې پراختیا» موندلې او په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال په پرتله نږدې ۱۵۳ سلنه زیاته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۲۳۰ سلنه او له دغه هېواده واردات ۱۴ سلنه لوړ شوي دي.
د عزیزي په باور، له ازبکستان سره د سوداګرۍ په زیاتوالي کې خصوصي سکتور بنسټیز رول لوبولی دی. بلخوا د سرخان دریا والي ارکینجون توردیموف په دې ناسته کې د صنعت، تصدیو او نویو علمي پروژو په برخه کې پر ګډ فعالیت ټینګار کړی، خو ازبکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
