سیاست

عمران خان په زندان کې ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی

عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي

د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل سترې محکمې ته ویلي چې نوموړي په ښي سترګې د لیدلو ۸۵ سلنه وړتیا له لاسه ورکړې ده. دا د ۷۳ کلن خان لپاره یو بل لوی ازمېښت دی چې له وړاندې له ګڼو قانوني او سیاسي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی او د اداري فساد په تور د ۱۴ کلونو بند په تېرولو بوخت دی.

نوموړی ادعا کوي چې دا او نورې لسګونه قضیې د پوځ لخوا د ده د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي لپاره جوړې شوې دي؛ هغه تور چې پوځ یې ردوي.

د عمران خان وکیل، سلمان صفدر په هغه راپور کې چې رویټرز لیدلی، د خپل موکل له قوله ویلي: «د هغه د ښي سترګې یوازې ۱۵ سلنه لید پاتې دی.»

د حقایقو موندلو په دغه راپور کې د عمران خان له قوله راغلي چې هغه د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د سترګو د لید د لږوالي او “غبار” څخه شکایت کاوه، خو د زندان چارواکو یې په اړه هیڅ اقدام ونکړ.

سلمان صفدر دا راپور له عمران خان سره د دوه ساعته لیدنې وروسته سترې محکمې ته وسپاره. سترې محکمې چارواکو ته د فبرورۍ تر ۱۶مې نېټه ورکړې چې عمران خان ته اجازه ورکړي ترڅو خپل شخصي ډاکټر یې معاینه کړي.

بلخوا، د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ وړاندې ویلي وو چې عمران خان پدې میاشت کې د ۲۰ دقیقو لپاره روغتون ته د سترګو د درملنې لپاره لېږدول شوی و.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه بیانیه کې ویلي: «موږ د محکمې د حکم د سمدستي او شفاف پلي کېدو، د خان د خوښې متخصصو ډاکټرانو ته د لاسرسي او د هغو تکتیکونو د پای ته رسولو غوښتنه کوو چې په بند کې د هغه ژوند له خطر سره مخ کوي.»

تحریک انصاف، چې د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې له نیول کېدو وروسته له سخت ځپلو سره مخ و، په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو د زیاتو چوکیو ګټونکی ګوند و. خو دا ګوند ادعا کوي چې په ټاکنو کې د درغلۍ له امله د دوی بریا غلا شوې او شهباز شریف ته د حکومت جوړولو زمینه برابره شوې؛ هغه تورونه چې شریف او متحدین یې ردوي.

په ورته وخت کې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي اعلان وکړ چې نن جمعه به دعمران خان د روغتیالپاره د پارلمان ودانۍ مخې ته یو سوله ییز پرلت پیل کړي