کډوالي

پاکستان په یوه اوونۍ کې له ۱۴۵۰۰ څخه ډېر کډوال و اېستل

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمېسیون له بیانیو څخه د “آمو” موندنې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې (د دلوې له ۱۰مې تر ۱۷مې) پاکستان د هېواد ۱۴۵۷۶ کډوال اخراج کړي دي.

له دې سره هممهاله، ۸۳۲ تنه نور له ایرانه اخراج شوي دي؛ داسې اخراجونه چې ډېری یې په جبري ډول وو.

د ویلو ده چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، پل ابریشم او اسلام کلا د سرحدي لارو له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په یوه اوونۍ کې هم پاکستان د هېواد ۱۲۰۵۸ کډوال اخراج کړي وو، چې ورسره هممهاله ۶۱۴ تنه نور له ایرانه اخراج شوي وو.

په وروستیو نږدې دوو کلونو کې، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د اخراج د بې ساري زیاتوالي شاهد دی.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې په لویه کچه دا راستنېدنې، د افغانستان پر محدودو سرچینو او د مرستې رسونې پر وړتیاو باندې دروند فشار راوړي.