اې پي خبر ورکوي چې د چهارشنبې په ورځ د اسراییلو بریدونو غزه ولړزوله د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان پکې ووژل شول، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې نازک اوربند له ډېر فشار سره مخ دی. اسراییل وايي چې د وسلهوالو درې مشران او نور کسان یې وژلي چې د دوی ځواکونو ته یې ګواښ پېښاوه، او زیاتوي چې ځینې بریدونه یې د حماس د هغه برید په ځواب کې کړي چې د دوی یو سرتېری یې سخت ټپي کړی و.
د تېر اکټوبر په ۱۰مه د اوربند له پیل راهیسې، خونړیو اسراییلي بریدونو په وار وار دا تړون ګډوډ کړی دی.
د فلسطینیانو د مرګژوبلې زیاتوالي په غزه کې ډېری خلک پر دې باور کړي چې جګړه لا هم په همغه شدت دوام لري.
په وژل شویو کې لږ تر لږه پنځه ماشومان، اووه ښځې او یو د دندې پر مهال روغتیايي کارکوونکی (paramedic) شامل دي.
د غزې د شفا روغتون رییس ډاکټر محمد ابو سلمیه په خپل فېسبوک کې لیکلي: «اوربند چېرته دی؟ منځګړي چېرته دي؟»
دې اوربند هڅه کوله چې هغه جګړه ودروي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس له برید وروسته پیل شوې وه. که څه هم سخته جګړه کمه شوې، خو د تاوتریخوالي پېښو دا وضعیت زیانمن کړی دی.
د غزې د چارواکو په وینا، د اوربند له پیل راهیسې ۵۵۶ فلسطینیان چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي، د اسراییلو لخوا وژل شوي. اسراییلي پوځ وايي چې د اوربند راهیسې یې څلور سرتېري وژل شوي دي.
مصر او قطر په ګډون اتو عربي او اسلامي هېوادونو په دې وروستیو کې د اسراییل لخوا د اوربند «پرله پسې سرغړونې» وغندلې.
یو اسراییلي پوځي چارواکي اسوشیټیډ پریس ته وویل چې وروستي بریدونه د چهارشنبې سهار د وسلهوالو د هغه ډزو په ځواب کې وو چې یو احتیاطي سرتېری یې سخت ټپي کړی و.
اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د “تفاح” په سیمه کې پر یوې ودانۍ ډزې وکړې چې د شفا روغتون په وینا، لږ تر لږه ۱۱ کسان پکې ووژل شول چې ډېری یې د یوې کورنۍ غړي وو. په وژل شویو کې مور او پلار، د هغوی ۱۰ ورځنۍ لور “وتین خباز”، د هغې ۵ میاشتنۍ د تره لور “میرا خباز” او د ماشومانو نیا شامل دي. اسراییلي پوځ وویل دا برید د دوی پر سرتېرو د ډزو په ځواب کې و.
د خان یونس په “مواسي” سیمه کې پر یوې خیمې برید لږ تر لږه ۳ کسان ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل. په وژل شویو کې یو روغتیايي کارکوونکی هم شامل و چې پر دنده و.
اسراییلي پوځ وویل چې په دې برید کې یې د حماس یو قوماندان بلال ابو عاصي وژلی چې د ۲۰۲۳ کال په برید کې یې لاس درلود.
همدا راز په خان یونس کې بل برید ۳ کسان ووژل چې یو ۱۲ کلن ماشوم هم پکې و. په “الساطي” کمپ کې هم یو برید یو کس وژلی. اسراییل وايي په دې بریدونو کې یې د حماس او اسلامي جهاد مشران په نښه کړي دي. د غزې د روغتیا وزارت وايي د چهارشنبې په بریدونو کې ټولټال ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
که څه هم د دوشنبې په ورځ د رفح دروازې پرانیستل د اوربند لپاره یو مثبت ګام وبلل شو، خو تر اوسه د فلسطینیانو تګ راتګ له ځنډونو، پوښتنو ګروېږنو او نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
د چهارشنبې په ورځ ۱۵ ناروغان او د هغوی ۳۱ خپلوان مصر ته د اوښتو په تمه وو، خو له نیمایي زیات بېرته راګرځول شوي دي.
که څه هم جګړه په بشپړ ډول نه ده درېدلې، خو د اوربند ځینې برخې عملي شوي؛ حماس ټول یرغمل شوي خوشې کړي او اسراییلو زرګونه فلسطینیان خوشې کړي دي. غزې ته بشري مرستې زیاتې شوي او د ورځنیو چارو لپاره یوه تخنیکي کمېټه ټاکل شوې ده.
سره صلیب د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ۵۴ فلسطینیانو مړي یې غزې ته لېږدولي دي. د شفا روغتون وايي ۶۰ نور بکسونه چې د انسانانو پاتې شوني پکې دي، ترلاسه کړي دي.
د اوربند مهمې برخې لکه د نړیوالو امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کول، د حماس بې وسلې کول او د غزې بیارغونه لا هم په ټپه ولاړ دي.
د جګړې له پیل راهیسې تر ۷۱،۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې روغتیا وزارت چې د حماس تر ادارې لاندې دی، د تلفاتو دقیق ارقام ساتي چې د ملګرو ملتونو او خپلواکو کارپوهانو لخوا د باور وړ ګڼل کېږي.
