د نړۍ تر ټولو بډایه شخص او د “سپیس ایکس” او “تسلا” شرکتونو مالک، ایلان ماسک وايي چې پیسې «نېکمرغي» نه راوړي.
هغه په خپله ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «هر چا چې ویلي پیسې نېکمرغي نه راوړي، واقعاً پوهېده چې څه وايي.»
د یادونې وړ ده چې دا مشهوره جمله «پیسې نېکمرغي نه راوړي» یو عام او پخوانی نړیوال متل دی چې کوم ځانګړي کس ته منسوب نه دی، خو ریښه یې په پخوانیو فلسفو او اخلاقي لارښوونو کې ده چې تر مادیاتو پورته پر معنویاتو، انساني اړیکو او دننني آرامښت ټینګار کوي.
دا جمله د دې مفهوم ښکارندویي کوي چې که څه هم پیسې کولی شي مالي ستونزې او لومړني فشارونه کم کړي او ژوند اسانه کړي، خو نشي کولی «ژور احساسات، مینه، د ژوند مانا او واقعي نېکمرغي» واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ایلان ماسک په دې وروستیو کې د ۸۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت شتمنۍ سره د نړۍ لومړی بډایه شخص شو. نوموړي د خپل دغه لیدلوري د بیان د علت په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.
