منځنی ختیځ

پنتاګون: امریکا پر اسرائیلو د ۶.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسلي پلوري

انځور- ارشیف څخه

د امریکا د دفاع وزارت یا «پنټاګون» تېره جمعه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په درېیو جلا تړونونو کې پر اسراییلو د ۶.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلور تایید کړی دی.

پنټاګون په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په دغو تجهیزاتو کې د ۱.۹۸ میلیارده ډالرو په ارزښت سپک تکتیکي وسایط او ورسره اړوند توکي او همداراز د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت «AH-64E» اپاچي جنګي چورلکې شاملې دي.

روېټرز خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي چې درېیم پوځي تړون هم د ۷۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

پر اسراییلو د وسلو دا پلور په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ خورا زیات شوی دی.

د وضعیت دغه کړکېچ د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي نښتې اندېښنې راپارولې دي؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته ګواښ وکړ چې یا به د واشنګټن په خوښه اټومي هوکړې ته غاړه ږدي او یا به هم تر پخوانیو هغو د خورا سختو بریدونو سره مخ شي