په ایران کې د وروستیو پراخو لاریونونو د ځپلو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ زره او ۲ تنو ته ورسېد. د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ د بشپړ پرې کېدو له امله ښایي اصلي شمېرې له دې هم لوړې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپلو جنګي بېړیو د یوې لویې ډلې (Armada) د نږدې کېدو خبر ورکړی دی.
د فعالانو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۴۳ ماشومان او ۴۰ هغه کسان هم شامل دي چې په لاریونونو کې یې برخه نه درلوده خو د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
د دې ترڅنګ، ایراني چارواکو تر ۲۶ زره ډېر کسان نیولي دي. که څه هم ایراني حکومت یوازې د ۳ زره او ۱۱۷ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی، خو نړیوالې خبري ادارې وايي چې تهران تل د تلفاتو شمېر کم ښيي او لاریونوالو ته د “تروریستانو” خطاب کوي.
بل لور ته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په «ایرفورس ون» الوتکه کې خبریالانو ته ویلي چې د امریکا د الوتکې وړونکې بېړۍ «ابراهام لینکن» په ګډون یوه لویه سمندري قوه د ایران په لور په حرکت کې ده.
ټرمپ زیاته کړه: «موږ یو ستر سمندري ځواک دغه لوري ته لېږلی، ښایي کارولو ته یې اړتیا پېښه نه شي، خو د هر ډول اقدام لپاره چمتو یو.» هغه ایران ته ګواښ وکړ چې که وضعیت کنټرول نه کړي، د امریکا پوځي غبرګون به تر پخوانیو بریدونو ډېر سخت وي.
د ایران او امریکا ترمنځ دا کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې په ایران کې د انټرنېټ خدمات د دویمې اونۍ لپاره هم پرې پاتې شول او امنیتي ځواکونو د لاریونونو د ځپلو لپاره له سختو لارو چارو کار واخیست.
په ورته وخت کې، بریتانیا هم په خلیج کې د خپلو دفاعي ځواکونو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړی او ایران هم د خپلو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په نندارې سره پر اسرائیلو د برید ګواښونه کړي دي.
نړیوال شنونکي اندېښنه ښيي چې په سیمه کې د امریکا د پوځي شتون زیاتوالی او په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت خرابېدل ممکن د یوې نوې وسله والې نښتې لامل شي.
