د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د یوې استوګنخونې د چت پرېوتو له امله یوې یو کلنې ماشومې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغې مور او پلار په کې ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکي وايي، دا دردناکه پېښه تېره شپه د نازیانو ولسوالۍ د (رغزې) په سیمه کې د سختو بارانونو او واورې له امله رامنځته شوې ده.
سیمه کې د طالبانو امنیتي منسوبین د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپي شوې مېرمن او د هغې خاوند یې نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.
د روغتون مسوولین وايي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ او تر درملنې لاندې دي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول په غرنیو ولسوالیو کې له تېرې ورځې راهیسې سخت بارانونه او واوره دوام لري.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د ورښتونو پر مهال د خپلو زړو کورونو او چتونو خوندیتوب ته پام وکړي ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
