بشري حقوق

طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۱۴۰ کسان په درو وهلي دي

انځور له آرشیف

د طالبانو د سترې محکمې له بیانونو څخه راغونډې شوې شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په جدي (مرغومې) میاشت کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې لږترلږه ۱۴۰ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په درو وهل شوي دي.

دا ارقام ښيي چې طالبانو په دې میاشت کې په عام محضر کې د بدني مجازاتو پلي کول په بې ساري ډول زیات کړي دي.

په دغو مجازات شویو کسانو کې ۸ ښځې هم شاملې دي چې ډېری یې د خلکو په وړاندې په درو وهل شوې دي.

د راپور پر بنسټ، په پروان، کنړ، پکتیا، هرات، پکتیکا، میدان وردګ، بدخشان، بلخ، کابل، غزني، کندز، فاریاب، بغلان، ننګرهار، تخار، ارزګان او خوست ولایتونو کې دا مجازات پلي شوي دي. د شمېرو له مخې، کنړ، کابل، پروان، ننګرهار او هرات په ترتیب سره تر ټولو لوړ ارقام لري، چې یوازې په دغو ولایتونو کې ۴۶ کسان د خلکو په وړاندې په درو وهل شوي دي.

طالبان وايي چې دا مجازات یې ډېری د نشه یي توکو کارولو او پلورلو، د الکولي مشروباتو څښلو، ناروا اړیکو، غلا او د خلکو شخصي حریم ته د ننوتلو په تورونو پلي کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو سترې محکمې په ډېری مواردو کې د “تورن” کلمه کارولې ده. د بېلګې په توګه، په ارزګان کې ۷ تنه د غلا او لواطت په تور په تعزیري مجازاتو محکوم شوي دي، په داسې حال کې چې حقوق پوهان وايي، د شرعي او حقوقي اصولو له مخې هیڅوک حق نلري چې یو کس د جرم له ثابتېدو وړاندې مجازات کړي.

د میزان (تلي) میاشتې راهیسې تر اوسه پورې د طالبانو لخوا د ټولو په درو وهل شویو کسانو شمېر ۴۵۷ تنو ته رسېدلی دی.

که څه هم ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا ډول نا انساني مجازات او په عام محضر کې د خلکو وهل بند کړي، خو نه یوازې دا چې دا لړۍ بنده شوې نه ده، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې ګراف نور هم لوړ شوی دی.