امنیت

چین په افغانستان کې د خپلو وګړو د امنیت ټینګښت لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه

انځور- کابل کې چینایي رستورانت چې چاودنه پکې وشوه

د چین د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په کابل کې د تېرې ورځې د چاودنې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ، چې یو چینايي وګړی پکې ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول، له طالب چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د چینايي وګړو او ګټو د ساتنې لپاره بېړني تدابیر ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګوو جیاکون، په پیکینګ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې هېواد یې له طالبانو سره په بېړنۍ اړیکه کې دی او غوښتنه یې کړې چې د ټپیانو درملنې ته جدي پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه: «چین له طالب چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو، پروژو او بنسټونو د امنیت لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، د پېښې حقیقت ژر تر ژره روښانه او عاملانو ته یې سزا ورکړي.»

ګوو دا هم وویل چې په کابل کې د چین سفارت د ټپیانو د پوښتنې لپاره روغتون ته تللی او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په غرمه مهال د کابل په شهرنو کې د «چینیز نودل» په نوم یو چینايي رستورانت کې چاودنه وشوه چې د یوه چینايي وګړي په ګډون پکې اووه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

طالبانو د نورو قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو ایمرجنسي روغتون ویلي چې دوی ته ۲۰ ټپیان ور وړل شوي وو چې اوو تنو یې تر روغتون پورې ساه ورکړې وه.