سوداګري

د خوست اوسېدونکي: د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي

انځور- ارشیف څخه

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د خوست ولایت اوسېدونکي د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د دې ولایت دکانداران او اوسېدونکي وايي چې د وریژو، غوړیو او اوړو د بیو لوړېدو د خلکو د پېرلو توان کم کړی او ورځنی ژوند یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د خوست اوسېدونکي زیاتوي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندېدل مستقیماً پر بازارونو اغېز کړی او په وروستیو ورځو کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د وریژو، اوړو او غوړیو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

ګل ظاهر، چې په خوست کې دکاندار دی، وايي: «د وریژو او غوړیو بیې بدلې شوې دي. دا د پاکستان د لارو د بندېدو اغېز دی. تر ټولو زیات چې څه قیمته شوي، هغه غوړي او وریژې دي.»

یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې د عوایدو د کمښت او د بیو د لوړوالي له امله نور د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

د اسلم جان په نوم د خوست یو اوسېدونکی وايي: «اوس مهال کاروبار نشته، موږ خپل لګښتونه نه شو پوره کولی؛ غوړي، وریژې او نور شیان نه شو اخیستلی.»

تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي وو، چې له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په کراچۍ کې د افغانستان د سوداګرو ۱۵ زره کانټینرونه بند پاتې دي، چې ارزښت یې ۶ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د دغې خونې په وینا، د دغو مالونو یوه برخه خرابه شوې او که د تېرېدو اجازه ورنکړل شي، افغان سوداګرو ته به درانه مالي زیانونه واوړي.