ورزش

د هېواد د فوټسال ملي ټیم له ویتنام سره لوبیږي

انځور- ارشیف څخه

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم لوبغاړي د یوې دوستانه لوبې په ترڅ کې د ویتنام په وړاندې میدان ته وځي.

دا لوبه نن سه شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د کابل پر وخت ماسپښین ۱۲:۳۰ بجې په ویتنام کې ترسره کېږي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون ویلي، چې دغه لوبه به د تړلو دروازو تر شا او له تلویزیوني خپرېدو پرته ترسره شي.

بلخوا، ټاکل شوې چې د فوټسال ملي لوبغاړي په راتلونکو دوه دوستانه لوبو کې د ټایلنډ په وړاندې هم ولوبیږي.

د یادونې وړ ده چې د فوټسال ملي ټیم به نن شپه له ویتنام سره له لوبې وروسته، د ټایلنډ په لور روان شي.