ورزش

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډلې د تاجکستان پر وړاندې ماتې وخوړه

د تاجکستان په وړاندې له لوبې مخکې د هېواد د ۲۰ کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې د تمریني لوبې انځور

د هېواد د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د همدې عمر لرونکو د اتلولۍ سیالیو په اډانه کې، د تاجکستان په وړاندې لوبه وبایلله.

دا لوبه پرون مازیګر د کوربه هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره شوه او د دوه پر صفر په پایلې سره د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان په دغو سیالیو کې تراوسه درې لوبې کړي چې په دواړو تېرو لوبو کې یې ماتې خوړلې ده.

د هېواد پیاوړو ملي لوبغاړو خپله تېره لوبه هم د ازبکستان لوبډلې ته دوه پر صفر بايللې وه.

د یادونې وړ ده چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د غوره لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ، د غويي په ۲۰مه په دوشنبې ښار کې پیل شوي او د دغې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.