اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې د بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۱۰ فلسطینیان وژلي، چې دا بریدونه کټ مټ په هغه وخت کې شوي چې متحده ایالاتو د حماس او اسراییلو ترمنځ د ۲۰ مادهئیز اوربند د تړون د دویم پړاو د پیل کېدو خبر ورکړ.
دغه نوی پړاو چې د امریکا لخوا تایید شوی، د غزې پر بې وسلې کولو، د یوې تکنوکراتې ادارې پر جوړولو او د ویجاړې شوې سیمې پر بیارغونه تمرکز لري.
د راپورونو له مخې، اسراییلي الوتکو د غزې په مرکزي ښارګوټي “دیر البلح” کې د الحولي او الجرو کورنیو پر کورونو بمبار کړی چې د روغتیايي چارواکو په وینا په وژل شویو کې یو ۱۶ کلن تنکی ځوان هم شامل دی.
اسراییلي پوځ ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د القسام ډلې یو لوړپوړی قوماندان، محمد الحولي په نښه کړی او وژلی دی.
بلخوا حماس دا برید یو “شنیع جنایت” بللی او دا یې د بنیامین نتنیاهو لخوا د اوربند په وړاندې د بې پروایۍ ثبوت بللی، خو تر اوسه یې د خپل قوماندان مړینه نه ده تایید کړې.
د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي چې د ټرمپ د پلان دویم پړاو په رسمي ډول پیل شوی چې هدف یې له جګړې څخه د ثبات لور ته تګ دی.
په دې پړاو کې به د “غزې د ادارې ملي کمیټه” چې ۱۵ غړي لري او مشري یې علي شعث کوي، د سیمې ورځنۍ چارې پر غاړه اخلي.
شعث چې اوسمهال په مصر کې د چمتووالي په غونډو بوخت دی، ویلي چې دوی به د وسلو پر ځای پر پوهې تکیه کوي او د بیارغونې لپاره به په لومړي ګام کې له ۶۰ میلیونه ټنو څخه زیاتې خاورې او خښتې چې د جګړې له امله پر ځای پاتې دي، له منځه وړي.
په ورته وخت کې، د حماس جګپوړي چارواکي باسم نعیم د دې کمیټې د جوړېدو هرکلی کړی او دا یې سم لوري ته یو ګام بللی دی.
خو د دې ټولو سیاسي پرمختګونو سره سره، په غزه کې وضعیت لا هم کړکېچن دی؛ د اوربند له پیل راهیسې ۴۵۱ فلسطینیان وژل شوي او میلونونه نور د ژمي په سختو شرایطو کې له بشري مرستو بې برخې دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د غزې بیارغونه ۵۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او باید ژر تر ژره عملي کار پیل شي ترڅو د روان بشري ناورین مخه ونیول شي.
