د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په «فروزبهار» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی دی.
په بامیان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه تېره ورځ (سې شنبه، د مرغومي ۲۳مه) مازدیګر مهال د یوه باربري موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د طالب چارواکو په وینا، په دې پېښه کې موټرسایکل چلوونکی لومړی ټپي شوی و، خو روغتون ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړه.
د دې پېښې اصلي لامل د دواړو چلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول ښودل شوي دي.
