منځنی ختیځ

فرانسې له تهرانه د خپلو ډيپلوماتانو ایستل پیل کړل

CFR/Reuters – انځور

په ایران کې د پراخو اعتراضونو له زور اخیستو او د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم، فرانسې له تهرانه د خپل سفارت د کارکوونکو ایستل پیل کړي دي.

العربیه راپور ورکوي چې باوري سرچینو تایید کړې ده چې دغه ډيپلوماتیک کارکوونکي د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو په خورا احتیاط سره له ایرانه وتلي دي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ایران په داخل کې د لاریونوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې اوج ته رسېدلي او نړیوالو اندېښنو د تهران فضا په بشپړ ډول پوځي کړې ده.

په تهران کې د فرانسې سفارت معمولاً شاوخوا ۳۰ بهرني او لسګونه سیمه‌ییز کارکوونکي لري، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې په دې مرحله کې څومره کسان ایستل شوي دي.

اروپایي هېوادونو په تېرو څو ورځو کې په پرله‌پسې ډول په ایران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

د فرانسې دغه ناڅاپي پرېکړه د ډيپلوماتیکو کړیو له نظره په ایران کې د وضعیت د لا خرابېدو او یا هم د احتمالي بهرنۍ پوځي مداخلې یو جدي سیګنال ګڼل کېږي.

دا ډيپلوماتیک تحرکات په داسې حال کې زور اخلي چې په ایران کې د نیول شویو لاریونوالو د اعدامونو لړۍ پیلېدونکې ده. حکومتي دستګاه اعلان کړی چې سبا به د عرفان سلطاني په نوم یو ۲۶ کلن ځوان، چې تېره اوونۍ په اعتراضونو کې نیول شوی و، په دار وځړوي.

 دا په روانو اعتراضونو کې د یو لاریونوال لومړنی رسمي اعدام دی چې نړیوال غبرګونونه یې پارولي او د بشري حقونو سازمانونو دا یو “بشري جنایت” بللی دی.

بل لور ته، د امریکا له لوري فشارونه بې‌ساري حد ته رسېدلي دي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډاګه تهران ته خبرداری ورکړی چې که پر لاریونوالو ډزې بندې نه شي، امریکا به د پوځي غبرګون په اړه پرېکړه وکړي. سپینې ماڼۍ هم تایید کړې چې د ایران د هستوي او پوځي مرکزونو د بمبارولو انتخابونه تر بحث لاندې دي.

 په ورته وخت کې، د ایلان ماسک او ټرمپ ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي چې د سټارلېنک سپوږمکیو له لارې په ایران کې د انټرنیټي بندیزونو دیوال مات کړي او لاریونوالو ته د اړیکو اسانتیا برابره کړي.

په تېرو دوو اوونیو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی او زرګونه کسان د حکومت له لوري نیول شوي دي.

د فرانسې په څېر د یو مهم اروپایي هېواد له لوري د خپلو ډيپلوماتانو ایستل دا ښيي چې نړیواله ټولنه په تهران کې د اوسني رژیم د ثبات په اړه شکمنه ده او د یوې لویې چاودنې یا بدلون تمه لري.