د بشري حقونو سازمانونو خبر ورکړی چې د ایران حکومت، د نظام ضد روانو لاریونونو په تړاو د لومړي لاریونوال د اعدامولو تیاری نیولی دی.
د فاکس نیوز د خبر له مخې ۲۶ کلن عرفان سلطاني، چې تېره اوونۍ په “کرج” کې نیول شوی و، تمه ده چې سبا د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۱۴مه) په دار وځړول شي.
ایراني چارواکو سلطاني پر “محاربې” یا د اسلامي نظام پر وړاندې پر جګړې تورن کړی دی. د بشري حقونو سازمانونو (IHRNGO) په وینا، د عرفان سلطاني کورنۍ ته ویل شوي چې د هغه د اعدام حکم صادر شوی او ډېر ژر به عملي شي.
ویل کېږي چې هغه ته د وکیل نیولو اجازه نه ده ورکړل شوې او محاکمه یې په داسې حال کې شوې چې په ایران کې انټرنیټي بندیزونه لګول شوي دي.
د بشري حقونو د سازمان مشر، محمود امیري مقدم ویلي چې د ایران د حکومت دا کړنې د ۱۹۸۰مو کلونو جرمونه را یادوي او دا د بشریت ضد جنایت دی.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: “هغوی باید ډزې ونه کړي، ځکه که هغوی پیل وکړ، موږ به هم ډزې پیل کړو.” سپینې ماڼۍ تایید کړې چې ټرمپ پر ایران د بمبارۍ په انتخابونو غور کوي، خو ډیپلوماسي یې لومړیتوب دی.
سره له دې چې ټرمپ د پوځي اقدام ګواښ کړی، خو د سناتور رینډ پال په ګډون ځینې امریکایي قانون جوړونکي وايي چې پر ایران برید به لاریونوال بېرته د حکومت تر شا ودرول شي او دا د امریکا د حکومت دنده نه ده چې په هره بهرنۍ جګړه کې ځان ښکېل کړي.
د بشري حقونو سازمانونه اټکل کوي چې په وروستیو دوو اونیو کې تر ۱۰ زرو ډېر کسان نیول شوي او د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰۰ څخه اوښتی دی.
