منځنی ختیځ

ملګرو ملتونو ایران کې پر تاوتریخوالي سخته اندېښنه ښودلې

انځور- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش په ایران کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راپورونو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک د یکشنبې په ورځ په یوه رسمي بیان کې وویل: «انتونیو ګوترېش د هغو راپورونو له امله سخت ټکان خوړلی چې په ایران کې د چارواکو له لوري د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ډېر ځواک او تاوتریخوالي کارولو خبر ورکوي.»

په اعلامیه کې پر ایراني حکومت غږ شوی چې له خورا ډېر زغم څخه کار واخلي او د غیر ضروري او غیر متناسب ځواک له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمانونو )هرانا) د تازه راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳۸ ته رسېدلی، چې په کې لږ تر لږه ۵۰ ماشومان هم شامل دي. دغه راز تر ۱۰،۶۰۰ ډېر کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

دا اعتراضونه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۸مه لومړی په تهران او مشهد کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو، د بیو د لوړوالي او د ایراني ریال د ارزښت د بې مخینې راټیټېدو په غبرګون کې پیل شول. خو ډېر ژر د نظام پر ضد په شعارونو بدل شول او د ایران ټولو ۳۱ ولایتونو ته وغځېدل.

د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه يي په خپلو تازه څرګندونو کې لاریون کوونکي “بغاوتګر” او “اوباش” بللي او ویلي یې دي چې نظام به د دوی په وړاندې شا ته نشي.

نوموړي دغه ناارامي د امریکا او اسرائیلو پلان شوې توطیه وبلله او ادعا یې وکړه چې بهرني دښمنان غواړي ایران بې ثباته کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر اعتراض کوونکو ډزې بندې نه کړي، واشنګټن به “هر ډول انتخاب” (د نظامي اقدام په شمول) په پام کې ونیسي. ټرمپ ویلي: ایران د ازادۍ په لور ګوري او امریکا مرستې ته چمتو ده.” بلخوا، ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا مداخله وکړي، په سیمه کې به د هغوی پوځي اډې مشروع هدفونه وي.

په ایران کې په ډېرو سیمو کې انټرنیټي خدمتونه بند شوي او امنیتي ځواکونو په لویو ښارونو کې کلک تدابیر نیولي دي. سره له دې، راپورونه ښیي چې په یو شمېر ښارونو کې لا هم د شپې له خوا اعتراضونه دوام لري.