سویلي آسیا

په اسلام‌اباد کې د ګازو ډبې چاودنې د واده خوشحالي په غم بدله کړه؛ ۸ کسان ووژل شول

انځور- ټولنیزو رسنیو څخه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یکشنبې په سهار د ګازو ډبې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د نوې واده شوې جوړې په ګډون اته کسان ووژل شول.

امنیتي چارواکو ویلي چې دا پېښه د اسلام‌اباد په G-7/2 سیمه کې په هغه کور کې رامنځته شوې چې د واده مراسم پکې روان وو او د خوښۍ فضا خپره وه.

د ژغورنې د ډلو په وینا، د چاودنې شدت دومره زیات و چې له امله یې د پېښې د ځای په ګډون لږترلږه څلور نږدې کورونه سخت زیانمن شوي دي.

تر چاودنې وروسته د ژغورنې ادارو له کنډوالو څخه ۱۹ کسان راویستلي، چې له ډلې یې د اتو تنو مړینه تایید شوې او ۱۱ نور چې ټپیان وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اسلام‌اباد پولیسو تایید کړې چې په وژل شویو کې ناوې او زوم هم شامل دي، چې دې چارې د سیمې اوسېدونکي سخت غمجن کړي دي.

 لومړني تحقیقات ښيي چې چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله رامنځته شوې، خو پولیسو ویلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه یې بشپړ تحقیقات پیل کړي دي.