افغانستان

هبت الله د دوو وزیرانو په ګډون پنځه طالب چارواکي پر نویو دندو وګومارل

 د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره دوه طالب وزیران، دوه معینان او د دې ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس پر نویو دندو وګومارل.

د دغه فرمان له مخې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د دې ډلې د کليو د بیارغونې او پراختیا د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

دغه رازمحمد یونس آخندزاده چې مخکې د طالبانو د کليو د بیا رغونې او پراختیا  وزیر و، د دې ډلې د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

اخوا، د طالبانو د ټولګټو وزارت پخواني مالي او اداري معین عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوی او د دې ډلې د افغانستان برېښنا شرکت مخکینی رییس عبدالباري عمر د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

بلخوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مخکینی معین محمد یونس راشد د دې ډلې د ټولګټو وزارت د مالي او ادارې معین په توګه ګومارل شوی دی.

عبداللطیف منصور د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۷مه، د طالبانو د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی و.

دغه راز محمد یونس اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۷مه، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی و.

 په تیرو څلورو کلونو کې د طالبانو په ادارو کې د کسانو د ګومارلو بهیر تل له یوې دندې بلې دندې ته د تبدیلۍ په بڼه روان دی.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ په یوه څیړنه کې ویلي چې د طالبانو د مشرتابه او د دوی د کابینې له ۹۰ سلنې ډېر غړي د یوه قوم دي او د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځه نشته.