سیمهییزو رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې پلازمېنې تهران ته نږدې، یو ایراني پولیس افسر د ناکراریو پر مهال په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د ژوند د لوړو لګښتونو په وړاندې لاریونونه ۱۲مې ورځې ته داخل شول.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، شاهین دهقان چې د تهران په لوېدیځ کې د “ملارد” سیمې د پولیسو غړی و، «څو ساعته وړاندې د ناکراریو د کابو کولو پر مهال د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.» اژانس زیاته کړې چې د بریدګرو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.
په ایران کې دا ناکرارۍ د ډسمبر پر ۲۸مه وروسته له هغه پیل شوې چې په تهران کې سوداګرو د بیو د لوړېدو او د ایراني ریال د ارزښت د لوېدو پر ضد اعتراض وکړ، چې وروسته نورو ښارونو ته هم وغځېد.
د رسمي بیانونو او سیمهییزو رسنیو پر بنسټ، دا لاریونونه د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه ۲۵ هغو ته خپاره شوي او د امنیتي ځواکونو په ګډون پکې لسګونه کسان وژل شوي دي.
دا د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو له پراخو لاریونونو وروسته (چې د مهسا امیني د مړینې له امله پیل شوي وو)، په ایران کې تر ټولو جدي اعتراضونه ګڼل کېږي. که څه هم دا لاریونونه لا د تېرو دورو په کچه نه دي، خو د سخت اقتصادي بحران او د تېر جون میاشتې له اسرایل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په درشل کې، د ایران مشرتابه ته یوه نوې ننګونه بلل کېږي.
