نړۍ

مکرون: د اوکراین د سولې لپاره د اوربند د څارنې پر میکانیزم هوکړه وشوه

انځور- ارشیف څخه مرکون او زېلنسکي

اې پي خبر ورکوي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سه شنبې په ورځ وویل چې د امریکا په ګډون د اوکراین د متحدینو له خوا تایید شوې امنیتي اعلامیه، د سولې د یوې هوکړې په چوکاټ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره یو «مهم ګام» دی.

په پاریس کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو د استازو له ناستې وروسته، مکرون وویل چې چارواکو د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوربند د څارنې پر میکانیزمونو هوکړه کړې ده.

په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې متحدینو د اوکراین له وسله والو ځواکونو سره د اوږدمهاله پوځي مرستو پر دوام هم هوکړه کړې، چې د سولې له هر ډول تړون وروسته به هم د دفاع او مخنیوي لومړۍ کرښه وي.

بهرني هېوادونه به په ځمکه، سمندر او هوا کې د ډاډ رامنځته کولو اقدامات هغه مهال پلي کوي چې کله د جګړې یو «د باور وړ بندیز» رامنځته شي.

په دې ناسته کې د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ډونالډ ټرمپ زوم جارېډ کوشنر هم شتون درلود او له مکرون سره یې په الیزې ماڼۍ کې مقدماتي خبرې وکړې.

دا ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د ټرمپ د ادارې پام د وینزویلا لور ته اوښتی او له بلې خوا د ګرینلنډ د اخیستلو په اړه د امریکا وړاندیز له اروپا سره ترینګلتیاوې رامنځته کړې دي. د فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیا او برتانیا مشرانو د ډنمارک له لومړۍ وزیرې میټ فرډریکسن سره په ګډه د ګرینلنډ د حاکمیت دفاع وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې په اوکراین کې د اروپایي ځواکونو ځای پر ځای کول لا هم له ستونزو سره مخ دي او ټول هېوادونه دې ته چمتو نه دي. هغه زیاته کړه چې د برتانیا او فرانسې په څېر د اټومي ځواک لرونکو هېوادونو شتون د «ارادې لرونکي ائتلاف» د بقا لپاره اړین دی.

په ورته وخت کې چې په پاریس کې ډیپلوماټیکې خبرې روانې وې، د اوکراین امنیتي ادارې په روسیه کې دننه د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د وسلو پر یوې زېرمې او د تیلو پر یوې ډیپو بریدونه کړي چې لویې چاودنې او اورلګېدنې یې رامنځته کړې دي.