افغانستان

په نغلو کې د د۲۲.۷۵ میګا واټه لمریزې برېښنا دستګاه ګټې اخیتسنې ته و سپارل شوه

انځور- نغلو کې دلمریزې برېښنا پروژه

په نغلو کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه نن سې‌شنبه، د مرغومي په ۱۶مه، په کابل کې د یوو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل چې افغانستان دا مهال د استوګنې کورونو لپاره له ۵۰۰۰ میګاواټو او د صنعت سکتور لپاره له ۱۰۰۰۰ میګاواټو څخه زیاتو د برېښنا تولیدي سرچینو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې پخوا په هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدېده؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یوازې په یوه کال کې د ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه شوې ده. اداري مرستیال له هېوادوالو وغوښتل چې د برېښنا کمښت ته په کتو، په مصرف کې یې سپما وکړي.

په ورته وخت کې، د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وویل چې په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو متخصصو انجینرانو او ګڼ شمېر کارګرانو کار کړی دی. د دولتي شرکتونو عمومي رییس، احمدجان بلال بیا وویل چې دغو شرکتونو په روان کال کې په ټول هېواد کې ګڼې لویې پروژې پیل کړې او یا یې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

همدارنګه، د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ادعا وکړه چې طالبان خپلو ژمنو ته ولاړ دي او د خلکو غوښتنو ته یې لومړیتوب ورکړی دی. د یادولو وړ ده چې په نغلو کې د برېښنا دا دستګاه د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت او یوه کورني شرکت لخوا پلې شوې ده.

دا پروژه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې هېوادوال د ژمي په موسم کې د برېښنا له سخت کمښت څخه شکایت کوي او وایي چې له دې امله له جدي ننګونو سره مخ دي. هغوی ټینګار کوي چې په یوې شپه او ورځ کې یوازې له شپږو تر اتو ساعتونو پورې برېښنا لري، په داسې حال کې چې د بېوزلۍ له امله ډېری خلک د کورونو تودولو لپاره برېښنا ته اړتیا لري.