بشري حقوق

د بښنې نړیوال سازمان: د ټرمپ لخوا د مادورو نیول له نړیوالو قوانیونو سر غړونه ده

انځور- د وینزوېلا ولسمشر مادورو

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د ادارې له‌خوا د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا اقدام ښايي تر ډېره «د نړیوالو قوانینو سرغړونه» وي.

ددې سازمان په اعلامیه کې راغلي: د ترمپ د ادارې پوځي اقدام په وینزویلا کې، چې د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورېس د نیول کېدو لامل شو، د وینزویلا د خلکو د بشري حقونو په تړاو جدي اندېښنې راولاړوي.

 دا اقدام ښايي د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، سرغړونه وي، او همدارنګه د متحدو ایالتونو هغه اعلان شوې موخه څرګندوي چې غواړي وینزویلا اداره کړي او د دغه هېواد د تېلو پر سرچینو کنټرول ولري.»

د بښنې نړیوال سازمان وايي، دوی د بشري حقونو د لا زیاتې سرغړونې له خطرونو اندېښمن دي هغه سرغړونې چې کېدای شي د امریکا متحدو ایالتونو د نورو پوځي عملیاتو او یا هم د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د وینزویلا د حکومت له اقداماتو رامنځته شي.

دې سازمان ټینګار کړی چې د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات او یا د واکمنو رژیمونو پر وړاندې نیوکې باید د قانوني او ډیپلوماټیکو لارو حل شي، نه د داسې پوځي مداخلو له لارې چې د یو خپلواک هېواد حاکمیت تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د امریکا دا ډول بې ساري اقدامات د نړیوال نظم ثبات ګډوډوي او په راتلونکي کې نورو هېوادونو ته هم دا زمینه برابروي چې د خپلو ګټو لپاره ورته ناقانونه پوځي عملیات ترسره کړي، چې دا چاره به په نړیواله کچه د زورواکۍ کلتور ته لاره هواره کړي.

همدارنګه، د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې په وینزویلا کې د رامنځته شوي وضعیت له امله به تر ټولو زیات زیان عامو خلکو ته ورسیږي، ځکه چې سیاسي بې ثباتي او د تېلو پر سرچینو د بهرنیو هېوادونو لاسوهنه به اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر دې پېښې پټه خوله پاتې نه شي او پر امریکا فشار راوړي ترڅو د وینزویلا د برخلیک په اړه د هر ډول پرېکړې پر مهال نړیوالو کنوانسیونونو او د خلکو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي.