د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې که ایراني امنیتي ځواکونه پر لاریونوالو ډزې وکړي، واشنګټن به د هغوی مرستې ته ور ودانګي.
دا ګواښ په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې د څو ورځنیو خونړیو ناکراریو لړۍ پیل شوې او د تېرو څو کلونو په پرتله یې د دغه هېواد واکمن نظام له تر ټولو سخت داخلي ننګونې سره مخ کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې ټرمپ په خپله یوه ټولنیزه پاڼه کې ویلي چې دوی په بشپړ ډول چمتو او اقدام ته لاس په کار دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د جون په میاشت کې امریکا او اسراییلو په ګډه د ایران پر اټومي تاسیساتو او پوځي مشرتابه بریدونه کړي وو.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي لاریجاني د ټرمپ دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د ایران په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنه به ټوله سیمه له بې ثباتۍ سره مخ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې امریکایي ولس باید د خپلو سرتېرو په اړه اندېښنه ولري، ځکه د هغه په وینا، دا جنجال ټرمپ پیل کړی دی.
په ایران کې دا لاریونونه د توکو د بیو د لوړېدو او د ایراني اسعارو د ارزښت د بې ساري کمښت له امله پیل شوي چې په ډېر کم وخت کې د دغه هېواد بېلابېلو ولایتونو ته وغځېدل.
د بشري حقونو ډلو او حکومتي رسنیو تایید کړې چې د چهارشنبې راهیسې په نښتو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي چې یو یې امنیتي سرتېری دی.
راپورونه ښيي چې په زاهدان او د ایران په لوېدیځو سیمو کې لاریونوالو د حکومت پر ضد تند شعارونه ورکړي او په ځینو سیمو کې د خلکو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې دي. د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې تر اوسه ۲۹ تنه لاریونوال نیول شوي چې ډېری یې په لوېدیځو سیمو کې د اقلیتونو غړي دي.
د ایران ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکيان د روانو ناکراریو په اړه له نرمښت ډک دریځ غوره کړی او ژمنه یې کړې چې د اقتصادي ستونزو په اړه به له اعتراض کوونکو سره خبرې وکړي.
هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې منلې چې د اوسني بحران تر شا د چارواکو نیمګړتیاوې دي او باید د ستونزو د حل لپاره په خپله کور دننه لارې چارې ولټول شي.
د ایران اقتصاد چې تر سختو لوېدیځو بندیزونو لاندې دی، اوس مهال له ۳۶ سلنې لوړ انفلاسیون سره مخ دی. د اسعارو په بازار کې د حکومت وروستیو بدلونونو د ریال ارزښت نور هم راښکته کړی چې دې چارې ولسي غوسه نوره هم راپارولې ده.
پر ایران دا فشارونه په داسې حال کې زیات شوي چې تېر کال د دغه هېواد پر پوځي اهدافو بریدونه وشول او په سیمه کې یې نږدې متحدین لکه د سوریې حکومت او د لبنان حزب الله هم له سختو ګوزارونو سره مخ شوي دي.
