بشري حقوق

ګوترش: نړۍ تر بل هر وخت ډېر دا مهال ملګرو ملتونو ته اړتیا لري

انځور- د ملګرو ملتونو سایټ څخه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ۲۰۲۶ نوي کال د پیل په مناسبت په یو خپاره کړي پیغام کې نړۍ ته په خطاب کې ویلي، که څه هم راتلونکی ناڅرګند دی، خو نړۍ نن تر بل هر وخت ډېر د ملګرو ملتونو رول او همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې دغه سازمان به په هیڅ قیمت په خپلو بنسټیزو اصولو معامله ونه کړي او د سولې، عدالت او بشري حقونو په لاره کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ګوترش په نړیواله کچه روانو بې‌ساري ننګونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په نړۍ کې د جګړو زیاتوالي، د اقلیم بدلون ویجاړونکو اغېزو او د اقتصادي بې‌ثباتۍ سیوري بشري حقونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د هغه په وینا، په ګڼو هېوادونو کې لوږه، بې‌کوري او بې‌عدالتي مخ په زیاتېدو ده، چې دې چارې د ملګرو ملتونو مسوولیت نور هم دروند کړی دی.

د دې نړیوالو ستونزو په چوکاټ کې، د افغانستان موضوع لا هم د ملګرو ملتونو د پام په مرکز کې ده. ګوترش په داسې حال کې د نوي کال پیغام خپور کړی چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ د یو تر ټولو لوی بشري ناورین په توګه پاتې وي.

یاد سازمان ویلي و چې په دغه هېواد کې د اوږدو جګړو، وروستیو سېلابونو او سختو اقتصادي بندیزونو له امله نږدې ۱۸ میلیونه انسانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګوترش په خپل پیغام کې زیاته کړې: «موږ به هیڅکله تسلیم نه شو.» دا د دې ښکارندويي کوي چې ملګري ملتونه به په ۲۰۲۶ کال کې هم د افغانستان په څېر هېوادونو کې د ژوند د ژغورلو، د بشري حقونو د خوندیتوب او د تلپاتې ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو اصول د نړیوالې سولې لپاره یوه ثابته قطب‌نما ده چې په هیڅ حالت کې به ترې مخ ونه ګرځوي.

په داسې حال کې چې اوس مهال نړۍ له بې‌ساري بشري کړکېچونو سره مخ ده. په افغانستان کې د وچکالۍ او سېلابونو وروستیو پېښو وضعیت لا خراب کړی، چې له امله یې ملګرو ملتونو د ۱.۷ میلیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې څو په ۲۰۲۶ کال کې د یو بشپړ بشري ناورین مخه ونیول شي.