ایران: د ماهیرود له بندره افغانستان ته د ټرانزیټ شوو توکو ارزښت له یو میلیارد ډالرو لووړ شوی
په ایران کې ځایي چارواکي وایي، چې په تېرو نهو میاشتو کې افغانستان ته د ماهیرود له پولې د توکو ترانزیت د پام وړ زیات شوی او د دغو توکو ارزښت تر یو میلیارد ډالرو اوښتی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د چهارشنبې په ورځ د جنوبي خراسان د ګمرکونو د عمومي رییس له قوله راپور ورکړی، چې د روان کال په نهو میاشتو کې د ماهیرود سرحدي کمرک څخه ۲۷ زره او ۵۱۱ باروړونکي موټرو د یو میلیارډ او ۱۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته لېږدولي دي.
د محمد کوهګرد په وینا، د دغو توکو ټول وزن ۷۱۵ زره او ۱۹۰ ټنه دی چې پکې ټوکر، بوره، غوړي، د سویا تغذیه یي مواد، څښاک انرژي ، اوړه، کیمیاوي سرې، استعمال شوي ټایرون او نور صادراتي توکي شامل دي.
د جنوبي خرسان ګمرک عمومي رییس زیاته کړې، چې بار وړونکو موټر دا کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵ سلنه، د ارزښت له پلوه ۱۸ سلنه او د وزن له پلوه ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
له افغانستان څخه د توکو ټرانزیټ
د ایرنا خبري آژانس تازه راپور له مخې، په همدې مودې کې ۷۳۸ باروړونکي موټرو کې له افغانستان څخه د ۶۱ میلیونو او ۸۰۵ زره ډالرو په ارزښت، د ۱۹ زره او ۱۴۹ ټنو توکي د ماهیرود له ګمرکه نورو هېوادونو ته ترانزیټ شوي دي.
په دغو توکو کې وچ انځر، وچ زردالو، د غوزانو مغز، تور کشمش، تور زیره، هوږه، لابراتواري تجهیزات، د ټویوټا موټرونه، جنراتورونه او نور توکي شامل دي.
د جنوبي خراسان د ګمرکونو د عمومي رییس په وینا، له افغانستان څخه د ټرانزیټ کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله د موټرو شمېر له اړخه ۳۸۹ سلنه، د ارزښت له پلوه ۱۴۸۰ سلنه او د وزن له پلوه ۳۹۱ سلنه لوړه شوې ده.
جنوبي خراسان ولایت څلور سرحدي بازارچې (ښارګوټي) لري او د سربیشه، نهبندان، درمیان او زیرکوه ولسوالیو له لارې له افغانستان سره ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري.
د ایرنا آژانس راپور له مخې، د سربیشه ولسوالۍ ماهیرود پوله په وروستیو کلونو کې د دې ولایت تر ټولو فعاله سرحدي دروازه بلل کېږي او له دوغارون (خراسان رضوي) او میلک (سیستان او بلوچستان) وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ دریېم رسمي سرحدي بندر دی.
