د «تاتار-اینفرم» خبري اژانس راپور ورکړی، چې افغانستان په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د روسیې د تاتارستان جمهوریت د حلالو محصولاتو تر ټولو لوی پېرېدونکی پاتې شوی دی.
دا راپور، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، پکې لیکل شوي، افغانستان په تېر یو کال کې د ۵۱ اعشاریه ۷ میلیون ډالرو په ارزښت له تاتارستان څخه حلال محصولات پېرلي دي.
دغه راپور کې راغلي، چې دا کچه د تېر کال په پرتله تر یو نیم برابره زیاته ده.
د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز مشر، رستم حبیبولین، ویلي چې یوازې شاوخوا ۵ سلنه دغه محصولات په مستقیم ډول د تاتارستان له تولیدوونکو اخیستل شوي او پاتې نور د منځنۍ اسیا د ګاونډیو هېوادونو له ټرانزیټي لارو افغانستان ته وارد شوي دي.
رستم حبیبولین وایي، چې د ټرانسپورټ لوړ لګښت د دغو محصولاتو د لوړې بیې تر ټولو مهم لامل دی او اړتیا ده چې تاتارستان اسلامي هېوادونو ته د خپلو صادراتو لپاره خپل ټرانزیټي مسیرونه پراخ کړي.
په ورته وخت کې، پرون د قزاقستان چارواکو ویلي وو چې افغانستان ته د دغه هېواد د غنمو صادرات په وروستیو میاشتو کې زیات شوي او افغانستان د قزاقستان د غلو دانو له مهمو صادراتي لارو څخه شمېرل کېږي.
د قزاقستان د رېل پټلۍ د شرکت د معلوماتو له مخې، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت خپاره کړي، قزاقستان د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د ډسمبر تر ۱۹مې پورې، په ټولیز ډول ۳.۹ میلیون ټنه غله صادره کړې ده.
دغه اندازه غله جات د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ۳.۴ میلیون ټنو زیاتوالی ښيي.
د یادو شمېرو له مخې، افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۳۶.۸ سلنه زیات شوي او له ۱۹۰ زره ټنو څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.
