طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ۲۵۰ ښځو په ګډون له ۱۸۴۸ څخه زیات کسان د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې لخوا خپاره شوي ارقام ښيي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیله د دغه کال تر پایه، طالبانو د ۱۵۰ ښځو په ګډون ۱۰۴۸ کسان د خلکو په سترګو کې په درو وهلي دي.
د “آمو” د موندنو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د طالبانو لخوا د خلکو د درو وهلو لړۍ د تېرو کلونو په پرتله دوه چنده زیاته شوې ده.
طالبانو پر درو وهلو سربېره، یوازې په تېر میلادي کال کې په خوست، بادغیس او پکتیا ولایتونو کې د زرګونو کسانو په وړاندې درې تنه «قصاص» کړي هم دي.
دا شمېرې د طالبانو لخوا د خلکو د بدني مجازاتو بې ساري زیاتوالی ښيي. د آمو موندنې ښيي چې دا کسان د «له کوره د تېښتې، غلا او شرعي سرغړونو» په تورونو په درو وهل شوي، چې کابل پکې تر ټولو لوړه شمېره لري.
د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه د څلورو کلونو په تېرېدو سره، د خلکو بدني مجازات په یوې ورځنۍ چاره بدل شوي دي. د آمو د موندنو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال راهیسې د درو وهلو کلي ارقام دا دي: په ۱۴۰۱ کال کې د ۷۴ ښځو په ګډون ۲۹۸ کسان، په ۱۴۰۲ کال کې د ۶ ښځو په ګډون ۴۴ کسان، په ۱۴۰۳ کال کې د ۶۰ ښځو په ګډون څه باندې ۴۵۶ کسان، او په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ۱۵۰ ښځو په ګډون له ۱۰۴۰ څخه ډېر کسان په درو وهل شوي، چې مجموعي شمېر یې د ۲۹۰ ښځو په ګډون له ۱۸۴۸ کسانو اوړي.
د بشري حقونو فعاله، سیما نوري وايي: «طالبان له دین او شریعت څخه په افراطي روایتونو سره ظلم او استبداد توجیه کوي. د عادلانه محکمې او اساسي قانون پرته درې وهل د بشري حقونو ښکاره نقض دی.»
طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې درې تنه قصاص هم کړل. په وروستۍ پېښه کې، په خوست ولایت کې یو تن د «قتل» په تور د ۸۰ زره کسانو په وړاندې د یو ۱۳ کلن ماشوم لخوا «قصاص» شو، چې دې چارې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د آمو موندنې ښيي چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو پر ۱۷۸ کسانو د «قصاص»، پر ۳۷ کسانو د «سنګسار» او پر ۴ کسانو د «دېوال ورانولو» حکمونه صادر کړي دي.
د کابل اوسېدونکي دا ډول مجازات غندي، یو تن وايي: «طالبانو افغانستان په زندان بدل کړی او د خلکو انساني کرامت ته سپکاوی کوي.» بل اوسېدونکی وايي چې دا وضعیت دوی د راتلونکي په اړه ناامیده کړي دي.
دا اقدامات د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار سازمان او بخښنې نړیوال سازمان لخوا په ځلونو غندل شوي او د «بشریت ضد جنایت» بلل شوي دي.
په وروستي مورد کې، د جزا نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رئیس د نیولو حکم د «بشریت ضد جنایت او جنسیتي ځورونې» په تور صادر کړ، خو طالبانو تل ټینګار کړی چې دوی یوازې «شریعت» پلی کوي.
