پر ایران د برید په اړه د ټرمپ له خبرداري وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د نړۍ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په یو لیک کې ویلي چې هېواد به یې «هر ډول تېري ته په پرېکنده او پښیمانونکي ځواب ورکولو» کې دوه زړی نشي.
هغه په دې لیک کې د ایران پر وړاندې د ټرمپ وروستی ګواښ د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه بللې او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې دا «تحریکوونکې څرګندونې» په صریحه او پرېکنده توګه وغندي.
له دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په یوې خبري ناسته کې خبرداری ورکړی و چې ښايي ایران له یو بل پراخ برید سره مخ شي او متحده ایالات به احتمالا له هغه ملاتړ وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په دې لیک کې د ټرمپ دغو څرګندونو ته په نغوتې سره روښانه کړې چې د ایران پر وړاندې د زور کارولو ګواښ د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض دی، چې د دولتونو د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر وړاندې هر ډول ګواښ یا د زور کارول منع کوي.
عباس عراقچي د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو او اسرائیلو ګډ نظامي تېري ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې وروستي ګواښونه «د یوې ناقانوني او لاس تېرې لړۍ په دوام کې د امریکا ښکاره بد نیت» څرګندوي، چې پایلې او عواقب به یې د واشنګټن پر غاړه وي.
هغه همداراز زیاته کړې چې د امریکا او اسرائیلو د جون میاشتې ورته اقدامات «د نړیوالو حقوقو د فاحش نقض ښکاره بېلګه» وه او «د اړوندو امریکايي چارواکو انفرادي جزاايي مسؤلیت» ایجابوي.
نوموړي د دغه لیک په بله برخه کې، د اسرائیلو په ملاتړ د امریکا د ولسمشر له خوا د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد ګواښل د دوه ګوني معیار نښه او د وسلو د نه خپرېدو د جدي کمزورتیا لامل وباله.
هغه ټینګار وکړ چې په لوېدیځه اسیا کې د اټومي وسلو د یوازیني لرونکي په توګه له اسرائیلو څخه د امریکا بې قید او شرطه ملاتړ، سیمه ییز او نړیوال امنیت په جدي ډول له خطر سره مخ کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د داسې ګواښونو پر وړاندې د چوپتیا د خطرناکو پایلو په اړه په خبرداري سره ټینګار وکړ: «له مجازاتو څخه د معافیت فضا رامنځته کولو، امریکا او اسرائیلو په خپلو تېريګرو چلندونو کې نور هم زړور کړي او دا د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې یو مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.»
