سوداګري

د کابل او اسلام‌اباد سوداګریز ټکر؛ دواړو لوریو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي

پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم لار

پاکستانۍ رسنۍ “ډان نیوز” په خپل وروستي رپوټ کې خبر ورکوي چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ نږدې درې میاشتنی ځنډ د افغانستان صادرات لس سلنه راکم کړي دي.

 د ډان نیوز د موندنو له مخې، دا کړکېچ په داسې حال کې اوږدیږي چې د افغانستان ۴۶ سلنه صادرات لا هم په پاکستاني بازارونو او د دغه هېواد په ځمکنیو لارو پورې تړلي دي، چې له امله یې افغان سوداګر له یو بې ساري مالي زیان سره مخ شوي دي.

له بل پلوه، د طالبانو چارواکي د دغه فشار په ځواب کې د افغانستان اقتصادي برلاسي او پر ځان بسیاینه یادوي  د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په خپلو تازه بیانونو کې ویلي چې افغانستان نور د یوه هېواد په لارو پورې تړلی نه دی او د سیمې د اتصال د مرکز په توګه یې خپل ارزښت ثابت کړی دی.

 د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي ادعا کوي چې دوی په بریالیتوب سره د سوداګرۍ لویه برخه د منځنۍ اسیا او ایران چابهار بندر ته لېږدولې ده.

د دوی په وینا، افغان سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې د پاکستاني محصولاتو پر ځای له نورو هېوادونو واردات وکړي، چې ورسره سم د ازبکستان، تاجکستان او ایران تولیداتو په افغان بازارونو کې د پاکستاني توکو ځای نیولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، افغان سوداګرو په ډېرې چټکۍ سره د پاکستاني سیمنټو، درملو او اوړو پر ځای د ازبکستان، تاجکستان او ایران تولیداتو ته لومړیتوب ورکړی، چې دې چارې په حقیقت کې پاکستاني فابریکې له یو لوی او حیاتي بازار څخه بې برخې کړې دي.

بل لور ته، ډان نیوز په خپل رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي چې افغانستان د خپلو کرنیزو محصولاتو لکه مېوې او سبزیجاتو لپاره، چې د ۲۰۲۴ کال د نړیوال بانک د اټکل له مخې د دغه هېواد د ټولو صادراتو ۷۱ سلنه جوړوي، د پاکستان په څېر بل هېڅ اسانه او ارزانه بازار نه شي موندلی.

 د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ځینې سرچینې وايي چې د چابهار او منځنۍ اسیا لارې د افغانستان لپاره خورا اوږدې او ګرانې تمامېږي، چې دا کار د افغان تولیداتو رقابتي وړتیا په نړیوالو بازارونو کې له منځه وړي.

په رپوټ کې وړاندې راغلي چې دغه بندیزونو په افغانستان کې د بیکارۍ او بې وزلۍ څپه نوره هم پراخه کړې ده او د پولې په دواړو غاړو کې د باروړونکو موټرو د ټولنې استازي خبرداری ورکوي چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې زرګونه افغان کاریګرو او موټر چلوونکو چې په ورځنۍ مزدوري یې ژوند کاوه، خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د پاکستاني لوري په ادعا، د افغانستان د وارداتو ډېره برخه (نږدې ۴۰ سلنه) لا هم د پاکستان له لارې ټرانزیټ کېږي او د دغه مسیر تړل کېدل په لنډمهال کې د کابل لپاره د اکمالاتو جدي بحران رامنځته کولی شي.

د دغو ننګونو سره سره، د طالبانو حکومتي چارواکي د لارو د تړل کېدو پړه پر اسلام‌اباد اچوي او وايي چې دا پرېکړه یې د هېواد د ملي ګټو او د پاکستان د “نامعقولو غوښتنو” په ځواب کې کړې ده.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو په ډاګه کړې چې پاکستان سوداګري د یوې سیاسي وسیلې په توګه کاروي ترڅو پر کابل خپلې امنیتي غوښتنې ومني، خو دوی ټینګار کوي چې “اقتصادي خپلواکي” تر هر څه لومړیتوب لري.

د طالب چارواکو په وینا، د لارو تړل یوه “ستراتیژیکي ازموینه” ده ترڅو افغان سوداګر په دایمي ډول له پاکستانه خلاص او له نړیوالو معیارونو سره سم نورو بازارونو ته مخه کړي.

د لارو د بیا پرانیستلو په اړه، طالب چارواکي وايي چې دوی د خبرو اترو دروازه نه ده تړلې، خو ټینګار کوي چې دا ځل به یوازې د داسې یوې هوکړې پر بنسټ لارې خلاصوي چې دایمي وي او پاکستان پکې د تخنیکي او سیاسي بهانو له لارې د سوداګرۍ د بندولو حق ونه لري.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د صادراتي بازار د سقوط خبره کوي چې د اقتصاد پوهانو په باور پاکستان پخپله د خپل تاریخ له تر ټولو سخت اقتصادي زوال سره لاس او ګرېوان دی.

 د نړيوالو مالي بنسټونو او د ډان نیوز د راپورونو پر بنسټ، پاکستان د ۱۳۴ میلیارده ډالرو څخه د زیاتو پورونو او د بهرنیو اسعارو د سخت کمښت له امله د پاشل کېدو په حال کې دی.

 دغه هېواد مجبور شوی چې د خپلو پورونو د پرې کولو لپاره د خپل ملي هوايي شرکت (PIA) ونډې وپلوري. په پاکستان کې د خوراکي توکو بیې ۵۲ سلنه لوړې شوي او د خلکو د پېرلو توان په نشت حساب دی. د پاکستاني اقتصاد پوهانو په وینا، د افغان بازار له لاسه ورکول چې په کلني ډول تر یو میلیارد ډالرو زیات پاکستاني توکي جذبوي، د اسلام‌اباد لپاره یو نه جبرانېدونکی تاوان دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه، پر ډیورنډ کرښه له سختو امنیتي نښتو وروسته، په بشپړ ډول وتړل شوې.